لټون

شبانه بسیج راسخ افغان نجونو ته د بورسیو لپاره اکسفورډ ته ۲.۵ میلیونه ډالر ورکړل

22 تله 1405 - 11:45 106 views
شبانه بسیج راسخ افغان نجونو ته د بورسیو لپاره اکسفورډ ته ۲.۵ میلیونه ډالر ورکړل
د نجونو د زده‌کړو فعالې او د افغانستان د رهبرۍ ښوونځي (SOLA) بنسټ‌اېښې شبانه بسیج راسخ د اکسفورډ پوهنتون له لارې د افغان ښځو د ماسټرۍ زده‌کړو لپاره ۲.۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي

د اکسفورډ پوهنتون د اکتوبر په ۱۲مه اعلان کړی چې د دې مرستې له لارې به هر کال یوې افغان ښځې ته د ماسټرۍ زده‌کړو بشپړ بورس برابر شي. دغه بورس به د پوهنتون د وایدنفلډ ـ هوفمن ټرسټ له لارې ورکړل کېږي او د زده‌کړو فیس، د ژوند لګښتونو لپاره مالي مرسته او د سفر له مخکنیو لګښتونو سره د مرستې پیسې به پکې شاملې وي.

د پوهنتون په وینا، د بورس ترلاسه کوونکې به د زده‌کړو ترڅنګ د رهبرۍ په ځانګړي روزنیز پروګرام کې هم ګډون کوي. دغه فرصت به هغو افغان ښځو ته پرانیستی وي چې د پوهنتون د ماسټرۍ اړوند شرایط پوره کړي او د زده‌کړو لپاره د منلو وړاندیز ترلاسه کړي.

شبانه بسیج راسخ خپله د اکسفورډ پوهنتون د همدې بورسونو او رهبرۍ پروګرام پخوانۍ زده‌کوونکې ده او په ۲۰۱۹ ـ ۲۰۲۰ کلونو کې یې د عامه پالیسۍ په برخه کې د ماسټرۍ زده‌کړې کړې دي.

نوموړې په ۱۸ کلنۍ کې د افغانستان د رهبرۍ ښوونځي (SOLA) په جوړولو کې ونډه واخیسته. دغه ښوونځی په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته روانډا ته ولېږدول شو. د دې بنسټ له لارې افغان نجونو ته د حضوري او انلاین زده‌کړو فرصتونه برابرېږي.

د بنسټ د معلوماتو له مخې، د دې انلاین تعلیمي پروګرام، SOLAx، له لارې د افغانستان او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ بندیزونه لا هم پر ځای دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising