لټون

په ۲۰۲۵ کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري ۲.۶۲ میلیارده ډالرو ته رسیده

22 تله 1405 - 07:55 83 views
په ۲۰۲۵ کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري ۲.۶۲ میلیارده ډالرو ته رسیده
ذبیح‌الله مجاهد وايي، طالبان هڅه کوي د پاکستان له لوري د سوداګریزو لارو د تړل کېدو زیانونه د ایران او منځنۍ اسیا له لارې جبران کړي

مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان د وارداتو او صادراتو اړتیاوې د ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې پوره شوې دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له نښتو وروسته د دواړو هېوادونو مهمې سوداګریزې لارې، په ځانګړي ډول تورخم او سپین بولدک، وتړل شوې. د دغو لارو تړل کېدو افغان سوداګر اړ کړي چې د خپلو توکو د لېږد لپاره بدیلې لارې وکاروي.

له منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ زیاتوالی

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت دوه میلیارده او ۶۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی چې د تېر کال په پرتله ۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

په دې موده کې له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغزستان څخه د افغانستان واردات ۴۳ سلنه او دغو هېوادونو ته صادرات ۷۷ سلنه زیات شوي دي. خو د راپور له مخې، د سوداګرۍ د زیاتوالي یوه برخه د پاکستان د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې هم رامنځته شوې وه.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د سوداګرۍ ارزښت یو میلیارد او ۲۷۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی. له دې ډلې یو میلیارد او ۲۰۴ میلیونه ډالر واردات او ۷۴ میلیونه ډالر صادرات وو.

د پاکستان د لارو تړل کېدو پر صادراتو اغېز

د نړیوال بانک د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان ۴۸ سلنه واردات د منځنۍ اسیا او ۴۶ سلنه د ایران له لارې ترسره شوي، په داسې حال کې چې د پاکستان ونډه نږدې صفر ته راکمه شوې وه.

د شمېرو له مخې، د افغانستان هغه صادرات چې د واګه بندر او د پاکستان د بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل، د ۲۰۲۵ مالي کال له ۴۵۴ میلیونو ډالرو څخه د ۲۰۲۶ مالي کال په ترڅ کې اووه میلیونه ډالرو ته راټیټ شوي دي.

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو مخکې، د دواړو هېوادونو د مستقیمې سوداګرۍ ورځنی ارزښت لږ تر لږه ۶.۴۵ میلیونه ډالره اټکل شوی و چې په کلني حساب شاوخوا ۲.۳۵ میلیارده ډالرو ته رسېده.

نړیوال بانک وايي، د پاکستان د لارو تړل کېدو د افغانستان د خوراکي توکو صادرات کم کړي او د سکرو صادرات یې نږدې په بشپړه توګه درولي دي. په مقابل کې، د ټوکرانو صادرات زیات شوي او د دغو توکو یوه برخه د منځنۍ اسیا له لارې چین ته لېږدول شوې ده.

د طالبانو حکومت وايي چې د ایران او منځنۍ اسیا له لارې یې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې موندلې دي؛ خو د شته شمېرو له مخې، د پاکستان د لارو تړل کېدو د افغانستان د صادراتو پر ځینو مهمو برخو منفي اغېز کړی دی


Advertisement Space Available Contact us for advertising