لټون

د مدیترانې سمندر کې د تېلو یوې اډې ته نږدې ۷۲ کډوال ژغورل شوي

21 تله 1405 - 16:10 74 views
د مدیترانې سمندر کې د تېلو یوې اډې ته نږدې ۷۲ کډوال ژغورل شوي
Photo: SeaWatch

د «سي واچ ۵» (Sea-Watch 5) په نوم د سمندري ژغورنې بېړۍ په مدیترانې سمندر کې ۷۲ کسان ژغورلي دي، چې له دې سره پر بېړۍ د سپرو کسانو شمېر ۱۵۱ ته رسېدلی دی.

د «سي واچ» سازمان د معلوماتو له مخې، د ژغورنې دغه عملیات د سې‌شنبې په سهار وختي د تېلو یوې اډې ته نږدې ترسره شوي دي. دا د یادې بېړۍ د ژغورنې درېیم عملیات و.

دغه سازمان ویلي، د عملیاتو پر مهال یوې ډلې چې ځان یې د «لیبیا سمندري ځواک» په نوم معرفي کاوه، د دوی بېړۍ ته ګواښونه کړي؛ خو د دې ګواښونو سربېره یې د ۷۲ نورو کسانو په ژغورلو بریالي شوي دي.

د ژغورل شویو کسانو د هویت، تابعیت او د هغوی د وروستي منزل په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

«سي واچ» یو غیر دولتي سازمان دی چې په مدیترانه سمندر کې د کډوالو او پناه غوښتونکو د ژغورنې عملیات ترسره کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising