لټون

روسیه: افغانستان ته د امریکا پوځي ستنېدل د سیمې امنیت ګواښي

21 تله 1405 - 14:45 177 views
روسیه: افغانستان ته د امریکا پوځي ستنېدل د سیمې امنیت ګواښي
روسیې خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د امریکا د پوځي تاسیساتو بېرته ستنېدل به د سیمې د هېوادونو امنیت له مستقیم ګواښ سره مخ کړي


د روسیې د امنیت شورا مرستیال سکرتر، الکساندر وینیدیکتوف، ویلي چې واشنګټن افغانستان ته د خپل پوځي حضور د بېرته راوستلو پلانونه نه پټوي.

د روسیې دولتي خبري اژانس انټرفاکس د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر پر ۱۲مه، د وینیدیکتوف له قوله راپور ورکړی: «په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د بېرته رامنځته کېدو هر ډول زمینه به د سیمې ټولو هېوادونو ته مستقیم ګواښ وي.»

نوموړي ویلي چې له کابل سره د مسکو د امنیتي خبرو اترو یوه موخه دا هم ده چې د سیمې بهر هېوادونه په افغانستان کې خپل پوځي حضور بېرته رامنځته نه کړي. هغه له طالبانو سره امنیتي همکاري د روسیې له ملي امنیتي ګټو او په یوروشیا کې د ثبات او سولې د ساتلو له هدف سره همغږې بللې ده.

د بګرام هوايي اډې پر سر سیمه‌ییز مخالفت

د روسیې دغه خبرداری داسې مهال خپرېږي چې د کابل شمال ته د بګرام هوايي اډې ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو احتمال د سیمې د هېوادونو د مخالفتونو موضوع ګرځېدلې ده.

د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې، د مسکو فارمټ په خبرو اترو کې د ګډون کوونکو لسو هېوادونو، چې روسیه، چین، ایران، هند او پاکستان هم پکې شامل وو، په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بهرنیو پوځي تاسیساتو له ځای پر ځای کېدو سره مخالفت څرګند کړی و.

که څه هم په هغه اعلامیه کې په مستقیم ډول د امریکا یا بګرام هوايي اډې نوم نه و اخیستل شوی، خو دا دریځ په داسې وخت کې څرګند شو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو غوښتنې مطرح کړې وې.

د مسکو او طالبانو نږدې کېدونکې اړیکې

روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت وپېژاند او په دې توګه لومړی هېواد شو چې دا کار یې وکړ. له هغه وخت راهیسې د دواړو لورو ترمنځ امنیتي، پوځي ـ تخنیکي، سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پراخې شوې دي.

وینیدیکتوف ویلي چې د دواړو هېوادونو دولتي ادارې، د بهرنیو چارو وزارتونه او سوداګریز استازي د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره کار کوي.

د نوموړي په وینا، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ګډه کاري ډله جوړه شوې او دواړه لوري هڅه کوي چې د خپلو اړیکو حقوقي چوکاټ پیاوړی کړي. هغه د ترانسپورټ او انرژۍ پروژې هم د مسکو له مهمو لومړیتوبونو څخه بللې دي.

د روسیې دا دریځ څرګندوي چې مسکو غواړي له طالبانو سره د اړیکو د پراختیا ترڅنګ په افغانستان کې د نورو هېوادونو د پوځي حضور د بېرته رامنځته کېدو مخه هم ونیسي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising