لټون

د کانګرس غړې کور د کډوالۍ د احتمالي درغلۍ په تړاو پلټل شوی

21 تله 1405 - 08:02 76 views
د کانګرس غړې کور د کډوالۍ د احتمالي درغلۍ په تړاو پلټل شوی
د امریکا فدرالي چارواکو د کانګرس د ډیموکراټې غړې الهان عمر کور د یوې روانې جنایي څېړنې په ترڅ کې پلټلی دی. عمر دا اقدام د سیاسي فشار هڅه بولي، خو چارواکو د قضیې په اړه بشپړ جزئیات نه دي خپاره کړي

 د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، دا اقدام د یوې روانې فدرالي جنایي څېړنې په چوکاټ کې ترسره شوی، خو د څېړنو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

رویټرز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه څېړنه د کډوالۍ په اسنادو کې د احتمالي درغلۍ په تړاو ده. د راپور له مخې، د څېړنو یوه برخه د الهان عمر د ماشومتوب له هغو کډوالۍ اسنادو سره تړاو لري چې د هغې مرحوم پلار ډک کړي وو. تر اوسه په دې قضیه کې د الهان عمر پر ضد د کوم تور د رسمي ثبتېدو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. 

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې د کور پلټنه د محکمې له خوا د صادر شوي حکم پر بنسټ ترسره شوې ده. د پلټنې مشري د کورني امنیت د تحقیقاتو ادارې (HSI) کړې، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې (ICE) د تحقیقاتي څانګې په توګه فعالیت کوي.

الهان عمر: له سیاسي مخالفانو سره د چلند لپاره له دولتي ادارو ګټه اخیستل کېږي

الهان عمر د خپل کور له پلټنې وروسته د ټولنیزو رسنیو له لارې دا اقدام د سیاسي فشار هڅه بللی او د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې نیوکه کړې ده.

هغې ویلي، د تېرو لسو کلونو راهیسې ټرمپ د هغې پر ضد تورونه او تبلیغاتي کمپاینونه کوي او دا وروستی اقدام د سیاسي وېرولو د هڅو د زیاتېدو نښه ده. عمر ټینګار کړی چې چوپه به نه شي.

د کانګرس د استازو جرګې د ډیموکراټانو مشر حکیم جیفریز او د دغه ګوند نورو مخکښو غړو هم د کور پلټنه اندېښمنوونکې بللې او پوښتنه یې راپورته کړې چې ولې دا اقدام د منځ‌مهاله ټاکنو له رانږدې کېدو سره هم‌مهاله ترسره کېږي.

الهان عمر څوک ده؟

۴۴ کلنه الهان عمر په سومالیا کې زېږېدلې او وروسته متحده ایالاتو ته کډواله شوې ده. هغې په ۲۰۱۸ کال کې د کانګرس ټاکنې وګټلې او د مینېسوټا ایالت استازې شوه. نوموړې د امریکا په کانګرس کې د مسلمانانو او کډوالو د ټولنو له پېژندل شویو څېرو څخه ده او له ټرمپ سره یې د کډوالۍ او نورو سیاسي موضوعاتو په اړه څو ځله ښکاره اختلافات لرلي دي.

عمر له کلونو راهیسې د خپل کډوالۍ د سابقې په اړه د جمهوري‌پالو سیاستوالو له نیوکو سره مخ ده او دغه تورونه یې رد کړي دي. د روانې پلټنې په اړه هم تر اوسه داسې رسمي معلومات نه دي خپاره شوي چې د هغې پر ضد کوم جرم ثابت کړي.



Advertisement Space Available Contact us for advertising