لټون

پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو په تازه برید کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي

20 تله 1405 - 09:42 23 views
پر ریاض هوايي ډګر د حوثیانو په تازه برید کې یو کس وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي
Photo: AFP

د سعودي عربستان چارواکي وايي، د یمن حوثیانو د یکشنبې په ورځ د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر تازه برید کړی، چې له امله یې یو پاکستانی وګړی وژل شوی او لږ تر لږه ۱۱ نور کسان ټپیان شوي دي. دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی چې پر یاد هوايي ډګر په یوه خونړي برید کې ګڼ کسان ووژل شول او د هوايي ډګر فعالیتونه وځنډول شول.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، حوثیانو د یکشنبې په ورځ د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د څو بریدونو مسوولیت منلی او ګواښ یې کړی چې د سعودي عربستان د ترانسپورتي مرکزونو په نښه کولو ته به دوام ورکړي.

د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د تازه برید له امله اور لګېدلی دی. د سعودي په مشرۍ ائتلاف هم ویلي، چې د هوايي دفاع سیسټمونو په سیمه کې یو توغندی شنډ کړی دی.

د الوتنو د معلوماتو وېبپاڼې Flightradar24 په وینا، د هوايي ډګر تړل کېدل ۲۴ ساعته نور هم غځول شوي او ټاکل شوې وه چې د دوشنبې تر ۲۱:۰۰ ګرینویچ وخت پورې تړلی پاتې شي.

په سعودي عربستان کې د بریدونو زیاتوالی

د شنبې ورځې برید په تېرو لسو کلونو کې د سعودي عربستان پر خاوره تر ټولو خونړی برید بلل شوی و. د سعودي چارواکو په وینا، په هغه برید کې د سعودي عربستان څلور وګړي، دوه بنګله‌دېشیان او د امریکا، مصر، اردن، سوریې، فلسطین او سوډان یو ـ یو وګړی وژل شوي وو. په برید کې ۳۰۹ کسان ټپیان شوي وو.

د هند سفارت هم ویلي، چې د دغه هېواد یو وګړی د شنبې په برید کې د ټپي کېدو وروسته د یکشنبې په ورځ مړ شوی دی.

د حوثیانو له خوا د ریاض هوايي ډګر، د سعودي د تېلو تاسیساتو او په سره سمندرګي کې د تېلو د لېږدونکو بېړیو پر وړاندې د بریدونو زیاتوالي د سیمې امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کړی دی.

د کاناډا د اوتاوا پوهنتون امنیتي شنونکي توماس ژونو ویلي، د سعودي عربستان هوايي دفاع ځینې بریدونه شنډوي، خو د دغه هېواد د پراخې جغرافیې له امله د ټولو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو مخنیوی ستونزمن دی.

نړیوال غبرګونونه

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د شنبې ورځې برید «یو بشپړ جنګي جنایت» بللی او د پرېکنده غبرګون ګواښ یې کړی دی.

د ملګرو ملتونو او د نړۍ د یو شمېر مشرانو ترڅنګ، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د حوثیانو پر وړاندې د سعودي بریدونو کې د ګډون احتمال ارزوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له خپل سعودي سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې پر پوځي لاره ټینګار او سیاسي حل ته نه پاملرنه به وضعیت نور هم پېچلی کړي. نوموړي د ایران چمتووالی ښودلی چې د سعودي عربستان او یمن ترمنځ د خبرو اترو په پیل کې مرسته وکړي.

د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د امریکا، کاناډا، جرمني او هسپانیې سفارتونو په سعودي عربستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې د ریاض له هوايي ډګر څخه ډډه وکړي.

بلخوا، د سعودي په مشرۍ ائتلاف ویلي، چې په یمن کې یې د حوثیانو تر کنټرول لاندې د صنعا ولایت پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي. د حوثیانو تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت یوه ویاند ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د یمن د جګړې د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې او په سیمه کې د خبریالانو محدود لاسرسی د پېښو د کره ارزونې بهیر ستونزمن کړی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising