لټون

منظور پښتین: له پنجابي استعمار څخه د خلاصون یوازینۍ لار خپلواکي ده

20 تله 1405 - 09:26 80 views
منظور پښتین: له پنجابي استعمار څخه د خلاصون یوازینۍ لار خپلواکي ده
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پښتونخوا کې د پوځي حکومت د اعلان په غبرګون کې ویلي، له هغه څه څخه چې نوموړي «پنجابي استعمار» بللی، د خلاصون یوازینۍ لار خپلواکي ده

پښتین ویلي، په پاکستان کې که ډیموکراسي وي، واک د پنجابي سیاستوالو په لاس کې وي او که دیکتاتوري وي، واک د پنجابي جنرالانو په لاس کې وي. د نوموړي په وینا، دواړه ډلې د پښتنو پر وړاندې یو ډول چلند لري.

هغه زیاته کړې، پښتنو په تېرو اتیا کلونو کې د بدلون لپاره بېلابېلې لارې ازمویلې، خو په خبره یې، له سپکاوي پرته یې بله پایله نه ده ترلاسه کړې.

پښتین همدارنګه ادعا کړې، چې پښتونخوا د پاکستان د واکمنو له لوري د خپلو پرېکړو د عملي کولو لپاره د لابراتوار په توګه کارول شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پاکستاني پوځ له لوري د سوله‌ییزو لاریونوالو نیول هم غندلي او د هغوی پر وړاندې یې د اقداماتو په اړه نیوکه کړې ده


Advertisement Space Available Contact us for advertising