لټون

د پي ټي اېم مشر وایي، د خیبر پښتونخوا اوسنی وضعیت د سیاسي او ولسي حقونو له زاویې باید وڅېړل شي.

19 تله 1405 - 22:10 مینه 80 views
د پي ټي اېم مشر وایي، د خیبر پښتونخوا اوسنی وضعیت د سیاسي او ولسي حقونو له زاویې باید وڅېړل شي.
منظور پښتین: بېړنی حالت د ستونزو حل نه دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور احمد پښتین، په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت او د مرکزي حکومت د مستقیم واک پر پراخېدو سختې نیوکې کړې دي.

پښتین په یوه بیان کې ویلي چې د بیړني حالت او (ګورنر راج) په پلمه د ایالت پر چارو د پوځ او مرکزي حکومت واک پراخېږي او دا اقدام د خلکو د سیاسي حقونو خلاف دی.

هغه د پاکستان تحریک انصاف (PTI) د مشرانو او غړو نیول هم وغندل او ویې ویل چې دا اقدامات غیرقانوني او غیردیموکراتیک دي.

پښتین ادعا کړې چې د پاکستان سیاسي او حکومتي نظام د اوږدې مودې راهیسې د پښتنو غوښتنو او حقونو ته مناسب ځواب نه دی ورکړی او ګڼې پالیسۍ د دوی پر زیان عملي شوې دي.

هغه ټینګار وکړ چې لنډمهالي سیاسي او امنیتي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه شي کېدای او د خلکو سیاسي پوهاوی او مشارکت مهم دي.

د نوموړي څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په پاکستان کې د خیبر پښتونخوا د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه بحثونه او لانجې زیاتې شوې دي.

مینه
مینه

خبرېاله

Advertisement Space Available Contact us for advertising