د هالنډ حکومت هغه پنځه ډلې بهرنيان مشخص کړي چې د ځانګړې قانوني لارې له مخې د دغه هېواد د تابعیت ترلاسه کولو غوښتنه کولی شي. دا لاره د «اختیار» (Option Route) په نوم یادېږي او د عادي تابعیت اخیستلو له بهیر څخه نسبتاً اسانه او لنډه ګڼل کېږي.
د هالنډ د حکومت په رسمي وېبپاڼه کې روښانه شوې چې هر څوک د دې لارې له مخې د تابعیت ترلاسه کولو وړ نه دي، بلکې غوښتونکي باید له ټاکل شویو پنځو ډلو څخه په یوه کې شامل وي.
د هالنډ د تابعیت ترلاسه کولو لپاره پنځه ډلې:
۱. په هالنډ کې زېږېدلي کسان: هغه کسان چې د هالنډ په قلمرو کې زېږېدلي وي.
۲. د هالنډ له اتباعو سره ځانګړې قانوني اړیکه لرونکي کسان: هغه کسان چې د هالنډ د یوه تبعه له خوا په قانوني توګه پېژندل شوي وي یا د هغه تر قانوني واک لاندې راځي.
۳. په هالنډ کې د اوږدې مودې لپاره مېشت کسان: هغه کسان چې د هالنډ په قلمرو کې یې د اوږدې مودې لپاره ژوند کړی وي.
۴. هغه کسان چې د پخوانیو تابعیتي قوانینو له امله اغېزمن شوي: هغه کسان چې د ۱۹۸۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې مخکې د هالنډۍ مور څخه زېږېدلي وي یا د یوې هالنډۍ ښځې له خوا منل شوي وي. د دغو کسانو اولادونه هم د ځانګړو شرایطو له مخې د دې لارې د کارولو وړ کېدای شي.
دا ماده د هالنډ د پخوانیو تابعیتي قوانینو د یوې تشې د جبرانولو لپاره په پام کې نیول شوې، ځکه پخوانیو قوانینو په ټولو شرایطو کې میندو ته د پلرونو په څېر د تابعیت د لېږد مساوي حق نه ورکاوه.
۵. پخواني هالنډي اتباع: هغه کسان چې په تېرو وختونو کې یې د هالنډ تابعیت درلود، خو وروسته یې له لاسه ورکړی وي، ښايي د دې لارې له مخې بېرته د تابعیت ترلاسه کولو غوښتنه وکړای شي.
د اختیار لاره له عادي تابعیت اخیستلو سره څه توپیر لري؟
د اختیار لاره د عادي تابعیت اخیستلو یا «طبیعي کېدو» (Naturalisation) له بهیر څخه جلا ده. دا لاره په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره جوړه شوې چې له هالنډ سره د زېږون، کورنۍ اړیکو، استوګنې یا پخواني تابعیت له مخې مشخصه اړیکه لري.
د هالنډ حکومت په دې اړه د شرایطو په خپرولو سره هغو کسانو ته وضاحت ورکړی چې غواړي د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړي، خو وضعیت یې ښايي د عادي تابعیت اخیستلو له عمومي شرایطو سره برابر نه وي.