لټون

د نجونو نړیواله ورځ؛ کرزي د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

19 تله 1405 - 17:57 66 views
د نجونو نړیواله ورځ؛ کرزي د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه
دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د نجونو د پیاوړتیا او زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانیز.ي

کرزي د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۱مه، په خپله ایکس‌پاڼه کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې د نجونو نړیواله ورځ د نجونو پر وړاندې د بشري ټولنې دروند مسوولیت ورپه یادوي. هغه له ټولو غوښتي چې د هلکانو ترڅنګ د نجونو پیاوړتیا او پرمختګ ته هم پاملرنه وکړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، هېواد یې د ودې او پرمختګ لپاره تر هر څه ډېر د نجونو پیاوړتیا او زده‌کړو ته اړتیا لري. د هغه په وینا، دا هدف هغه مهال ترلاسه کېدای شي چې نجونې ټولو تعلیمي فرصتونو ته لاسرسی ولري، لوړې زده‌کړې بشپړې کړي او د پوهې او مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره د خپل هېواد او خلکو خدمت وکړي.

کرزي همدارنګه ویلي چې افغانان د خپل لرغوني کلتوري تاریخ له مخې تل ښځو او نجونو ته ځانګړی درناوی لري او په کور دننه او نړیواله کچه د هغوی لاسته راوړنې، دریځ او زړورتیا په ویاړ یادوي.

د کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو او ښځې او نجونې له پوهنتوني زده‌کړو منع کړې دي.

پر دې سربېره، ښځې او نجونې له ګڼو کاري فرصتونو، ورزشي فعالیتونو او ځینو عامه ځایونو ته له تګ څخه هم له محدودیتونو سره مخ دي. همدارنګه، پر ښځو د محرم نارینه پرته د سفر په برخه کې محدودیتونه لګول شوي دي.

نړیوالو سازمانونو د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او ټولنیز ژوند لګول شوي محدودیتونه په وار وار غندلي او د هغوی د حقونو د درناوي غوښتنه یې کړې ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising