د دې پرېکړې له مخې، د ایالتي حکومت واکونه محدود شوي او مرکزي حکومت د ایالت د چارو مستقیم کنټرول په لاس کې اخیستی دی.
د جیو نیوز د راپور له مخې، دغه پرېکړه د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادو پر بنسټ شوې ده. تر دې مخکې د پاکستان فدرالي کابینې، چې مشري یې لومړي وزیر شهباز شریف کوله، د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه غونډه کړې وه.
فدرالي کابینې د ایالتي حکومت پر هغه څه نیوکه کړې چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یې «قصدي بېغوري» بللې ده. کابینې له لومړي وزیر څخه غوښتي وو چې له ولسمشر څخه وغواړي څو د بېړني حالت اعلانولو لپاره له خپلو اساسي قانوني واکونو کار واخلي. زرداري د کابینې سپارښتنه ومنله او په خیبر پښتونخوا کې یې بېړنی حالت اعلان کړ.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د عمران خان ګوند تحریک انصاف د اسلاماباد پر لور د لاریون لپاره چمتووالی نیسي. دغه ګوند غواړي د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه وکړي. خان له درېیو کلونو څخه د زیات وخت راهیسې په زندان کې دی، خو لا هم په پاکستان کې پراخ سیاسي ملاتړ لري.
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې د ایالت خلک د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کوي او د ناارامۍ او ناامنۍ پر ځای سوله، ثبات، پرمختګ او هوساینه غواړي.
هغه زیاته کړې چې د ایالت سولهخوښي خلک له ترهګرۍ او تاوتریخوالي سره مخالفت لري او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ به د ترهګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.
کنډي له خلکو غوښتي چې له ناقانونه کړنو، تاوتریخوالي ته له هڅونې او ګډوډۍ رامنځته کولو ډډه وکړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې له هر هغه چا سره به قانوني چلند وشي چې عامه نظم ګډوډوي یا قانون په خپل لاس کې اخلي.
د پاکستان مرکزي حکومت باور لري چې د اوسني وضعیت دوام د دغه هېواد ملي امنیت ته ګواښ پېښولی شي. د بېړني حالت د اعلان له لارې مرکزي حکومت غواړي په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي او اداري چارو کنټرول په مستقیم ډول په خپل لاس کې واخلي.