لټون

پاکستان کې د پټو محاکمو د احتمال په اړه د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه

18 تله 1405 - 18:32 62 views
پاکستان کې د پټو محاکمو د احتمال په اړه د بښنې نړیوال سازمان اندېښنه
بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد قانون نوی تعدیل د پټو محاکمو زمینه برابرولای شي او د تورنو کسانو د عادلانه محاکمې حق محدودولای شي.
 

د بښنې نړیوال سازمان  خبرداری ورکړی چې د پاکستان د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد قانون په نوي تعدیل کې د پټو محاکمو د ترسره کېدو زمینه برابرېدای شي او د تورنو کسانو د عادلانه محاکمې حق له ګواښ سره مخ کولای شي.

دغه سازمان د اکتوبر په نهمه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پنجاب ایالت د ترهګرۍ ضد قانون د ۲۰۲۶ کال تعدیل د قضايي بهیر شفافیت محدودولای شي او د تورنو کسانو د اساسي حقوقو د نقض خطر زیاتولای شي.



د بښنې نړیوال سازمان په وینا، دغه تعدیل حکومت ته  واکونه ورکولای شي او د عادلانه محاکمې لپاره موجود حقوقي تضمینونه کمزوري کولای شي.

دغه سازمان یادونه کړې چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد قوانین تر دې وړاندې هم د ترهګرۍ د پراخ تعریف، ځانګړو محکمو ته د واک او د تورنو کسانو لپاره د کافي حقوقي تضمینونو د نشتوالي له امله د بشري حقونو د بنسټونو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، د پنجاب ایالتي اسمبلۍ دغه تعدیل د اګست په ۳۱مه تصویب کړی و. مخالفو سیاستوالو او د مدني ټولنې ځینو بنسټونو ویلي چې د قانوني او اساسي قانون اړوند اندېښنو ته له تصویب مخکې د قناعت وړ ځواب نه و ورکړل شوی.

خو پاکستاني چارواکي وایي، د قانون بدلون د ترهګرۍ اړوند قضیو کې د قاضیانو، څارنوالانو، پلټونکو او شاهدانو د خوندیتوب لپاره اړین دی.

سره له دې، بښنې نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې چې د پټو محاکمو له لارې ښايي د قضايي بهیر عامه څارنه او د چارواکو حساب‌ورکونه محدوده شي.

دغه سازمان له پاکستاني حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د نړیوالو بشري حقونو د ژمنو او د عادلانه محاکمې د اصولو په چوکاټ کې ترسره کړي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising