لټون

پاکستان کې د نویو ایالتونو د جوړولو پر طرحې سیاسي اختلافات

17 تله 1405 - 18:28 76 views
پاکستان کې د نویو ایالتونو د جوړولو پر طرحې سیاسي اختلافات
Photo: The Economist


د اېکانومېسټ مجلې په یوه تحلیلي مقاله کې نیوکه شوې چې د پاکستان د پوځ مشر، فیلډ مارشال عاصم منیر، د هېواد د لویو ایالتونو د وېش له طرحې څخه د سیاسي مخالفانو د کمزوري کولو لپاره ګټه اخیستل غواړي.

د مجلې د اکتوبر د اتمې نېټې د مقالې له مخې، د پاکستان د پوځي مشرتابه له لوري د کوچنیو ایالتونو د جوړولو طرحه د «وېش او حکومت کولو» له سیاست سره تړاو لري؛ هغه تګلاره چې له مخې یې د سیاسي مخالفانو د نفوذ د کمولو لپاره هغوی پر کوچنیو ډلو وېشل کېږي.

پاکستان اوس مهال څلور ایالتونه لري: پنجاب، سند، خیبر پښتونخوا او بلوچستان. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په روانو بحثونو کې د دغو ایالتونو د وېش او د ۱۲ څخه تر ۱۵ پورې د نویو ایالتونو د جوړولو احتمال هم مطرح شوی دی. خو تر اوسه د دې شمېر په اړه وروستۍ رسمي پرېکړه نه ده اعلان شوې.

د نویو ایالتونو د جوړولو پلویان استدلال کوي چې کوچني اداري واحدونه کولی شي د حکومتولۍ بهیر اسانه کړي او خلکو ته د دولتي خدماتو د رسولو زمینه برابره کړي. خو منتقدان اندېښنه لري چې د ایالتونو وېش ښايي د هېواد د سیاسي ځواک انډول بدل کړي او مرکزي حکومت او پوځي مشرتابه ته د سیمه‌ییزو ادارو پر چارو د زیات نفوذ زمینه برابره کړي.

د پاکستان په سیاسي ډګر کې دغه موضوع له مخالفتونو سره هم مخ شوې ده. د پاکستان د ډان ورځپاڼې د سپټمبر د راپور له مخې، د اپوزیسیون پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر، بیرسټر ګوهر علي خان، ویلي وو چې د نویو ایالتونو په اړه باید له ټولو سیاسي ګوندونو سره مشوره وشي. نوموړي خبرداری ورکړی و چې د خلکو او سیمه‌ییزو استازو له رضایت پرته د ایالتونو وېش د پاکستان فدرالي جوړښت کمزوری کولای شي. 

د پاکستان په سیاسي نظام کې د پوځ نفوذ هم د دې بحث یوه مهمه برخه ده. د رویټرز د اکتوبر د اتمې نېټې د راپور له مخې، په بهرني او دفاعي سیاست کې د پوځ د رول پراخېدل د ملکي حکومت د واک او د پارلمان د ونډې په اړه پوښتنې راپورته کړې دي. 

د اېکانومېسټ د تحلیل اساسي اندېښنه دا ده چې که د نویو ایالتونو جوړول د پراخ سیاسي توافق او د خلکو د غوښتنو پر ځای د واک د تمرکز لپاره وکارول شي، نو دا اقدام ښايي د پاکستان د اداري ستونزو د حل پر ځای د سیاسي اختلافاتو د زیاتېدو او د مخالفو ګوندونو د کمزوري کېدو لامل شي.






Advertisement Space Available Contact us for advertising