د دې ادارې د شمېرو له مخې، په روان کال کې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو ټول شمېر له ۱.۲ میلیونو اوښتی دی. له پاکستان څخه شاوخوا ۷۱۵ زره کسان ستانه شوي، چې د دواړو هېوادونو له لارې د ستنېدونکو د پام وړ برخه جوړوي.
افغانستان ته د ستنېدونکو د شمېر زیاتوالی په داسې حال کې دی چې هېواد له اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او بشري اړتیاوو سره مخ دی. د ملګرو ملتونو په وینا، د راستنېدونکو د زیات شمېر له امله د سرحدي سیمو او هغو ټولنو پر خدماتو فشار زیاتېږي چې بېرته راستانه شوي کسان پکې مېشتېږي.
د ملګرو ملتونو او همکارو ادارو د ۲۰۲۶ کال د غبرګون پلان له مخې، افغانستان ته د ستنېدونکو لپاره د بیړنیو مرستو ترڅنګ د کور، روغتیا، زدهکړو، د څښاک اوبو او د کارموندنې په برخو کې اوږدمهاله ملاتړ ته هم اړتیا ده. د دې پلان لپاره شاوخوا ۵۲۹.۲ میلیونه ډالره بودجه اټکل شوې ده.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ مخکې هم خبرداری ورکړی چې په پراخه کچه او له مناسبو شرایطو پرته د افغانانو ستنېدل کولای شي د هېواد پر نازک بشري وضعیت نور فشار هم زیات کړي. ډېری راستنېدونکې کورنۍ له محدودو امکاناتو سره افغانستان ته رسېږي او د کار، سرپناه او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له ستونزو سره مخ کېږي.