لټون

راشد خان او عمرزی په تازه درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي

17 تله 1405 - 12:02 51 views
راشد خان او عمرزی په تازه درجه بندۍ کې لومړي مقامونه خپل کړي
Getty images

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه درجه‌بندۍ کې د یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو د توپ‌اچوونکو په کتار کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د اکتوبر د شپږمې نېټې د درجه‌بندۍ له مخې، راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې ۷۱۴ او په شل اوریزو لوبو کې ۷۲۰ نومرې لري. نوموړي په شل اوریزو سیالیو کې هم بېرته لومړی مقام خپل کړی او پاکستاني توپ‌اچوونکی ابرار احمد یې دویم ځای ته تللی دی. 

د افغانستان بل تکړه لوبغاړي عظمت‌الله عمرزي هم د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د الراونډرانو په درجه‌بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی. هغه د ۳۳۷ نومرو په لرلو سره له خپل نږدې سیال، د زیمبابوې له سکندر رضا، څخه مخکې دی چې ۲۷۶ نومرې لري. 

په همدې حال کې، افغان توپ‌وهونکی ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو لوبو د توپ‌وهونکو په درجه‌بندۍ کې پنځم مقام لري او په شل اوریزو سیالیو کې شپاړلسم ځای خپل کړی دی.

د لوبډلو په درجه‌بندۍ کې هند په یو ورځنیو او شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې لومړی مقام لري، په داسې حال کې چې اسټرالیا د ټېسټ سیالیو په درجه‌بندۍ کې مخکښه ده. د افغانستان هېڅ لوبغاړی د ټېسټ سیالیو د توپ‌وهونکو یا توپ‌اچوونکو په مخکښو شلو لوبغاړو کې نه دی شامل.

د راشد خان او عظمت‌الله عمرزي دا لاسته راوړنې د افغانستان د کرېکټ لپاره د پام وړ دي؛ ځکه دواړه لوبغاړي په خپلو برخو کې د نړۍ په مخکښو نومونو کې ځای لري.


Advertisement Space Available Contact us for advertising