لټون

ټرمپ: د سولې نوبل جایزه باید ماته راکړل شي

17 تله 1405 - 09:19 77 views
ټرمپ: د سولې نوبل جایزه باید ماته راکړل شي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د نړیوالو شخړو د کمولو لپاره یې هڅې هغه د نوبل د سولې جایزې مستحق ګرځوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په نړۍ کې د څو شخړو په کمولو او د جګړو د پای ته رسولو په برخه کې د خپل رول له امله د نوبل د سولې جایزې مستحق دی؛ خو په ورته وخت کې یې د دې جایزې د ګټلو په اړه شک څرګند کړی دی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، نه پوهېږي چې د نوبل کمېټه به څه پرېکړه وکړي، خو باور لري چې د نړیوالو شخړو د کمولو لپاره یې هڅې هغه د دې جایزې وړ ګرځوي. نوموړي زیاته کړه چې د نوبل کمېټه ښايي د ده په څېر کسانو ته د جایزې ورکولو په اړه زړه نازړه وي. 

ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې، ماریا کورینا ماچادو، څرګندونو ته هم اشاره کړې ده. ماچادو تر جایزې ګټلو وروسته ویلي وو چې ټرمپ هم د سولې په برخه کې د خپلو هڅو له امله د ستاینې وړ دی. هغې د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د جایزې مډال هم ټرمپ ته ورکړ؛ خو د نوبل کمېټې څرګنده کړې چې جایزه په رسمي ډول له اصلي ګټونکي څخه بل چا ته نه لېږدول کېږي. 

ټرمپ د څو نړیوالو شخړو د پای ته رسولو ادعا کوي

ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې سپینې ماڼۍ ته تر بېرته ستنېدو وروسته څو ځله ادعا کړې چې د ده ادارې د اتو نړیوالو شخړو په پای ته رسولو یا کمولو کې رول لوبولی دی. په دغو شخړو کې د هند او پاکستان، اسرائیل او ایران، ارمنستان او اذربایجان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او روانډا، او همدارنګه د تایلنډ او کمبودیا ترمنځ کړکېچونه شامل دي.

خو د دغو شخړو په اړه د ټرمپ د ادعاوو پر کچه او د هغه د ادارې پر مستقیم رول یو شان نظر نه شته. په ځینو سیمو کې تاوتریخوالی بېرته زیات شوی او د اوکراین جګړه هم، سره له دې چې ټرمپ یې د ژر پای ته رسولو ژمنه کړې وه، دوام لري. 

د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې د ګټونکي نوم د اکتوبر په ۹مه اعلانېږي. د نوبل کمېټه د نوماندانو نوملړ په رسمي ډول نه خپروي او د نوماندۍ اړوند معلومات د ۵۰ کلونو لپاره محرم ساتل کېږي. له همدې امله، په رسنیو کې د ټرمپ یا نورو څېرو د نوماندۍ یادونه د کمېټې رسمي تایید نه ګڼل کېږي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاپ څوارلسم لیو، نړیوالې جنايي محکمې او د فلسطیني سیمو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي نومونه هم د احتمالي نوماندانو په توګه یاد شوي دي. خو د جایزې وروستۍ پرېکړه یوازې د ناروې د نوبل کمېټه کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising