د مېرېلنډ ایالت دغه سناتور د چهارشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي، افغان ملکي وګړو د دوو لسیزو په اوږدو کې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی، څو له امریکايي ځواکونو سره مرسته وکړي. د نوموړي په وینا، د ځانګړو کډوالۍ ویزو پروګرام د دغو افغانانو د خدمتونو د پېژندلو او د هغوی د خوندیتوب لپاره جوړ شوی و، خو د دې پروګرام درول د امریکا پخوانۍ ژمنه زیانمنوي.
وان هولن له څو نورو ډیموکرات سناتورانو سره د اکتوبر په دویمه د افغان همکارانو په اړه د یوه راپور په خپرولو کې هم ونډه درلوده. په راپور کې د ځانګړو ویزو د بهیر د بیا پیل غوښتنه شوې او د افغانانو د لېږد او مېشتېدو په برخه کې د امریکا د ژمنو پر عملي کولو ټینګار شوی دی.
تر ۱۵۵ زرو ډېر غوښتونکي په تمه دي
د سناتورانو د راپور له مخې، د افغانانو لپاره د ځانګړو کډوالۍ ویزو صادرول په ۲۰۲۶ کال کې عملاً درېدلي او تر ۱۵۵ زرو ډېر غوښتونکي او د هغوی د کورنۍ غړي لا هم د دې پروګرام له لارې د خپلو دوسیو د برخلیک په تمه دي. په راپور کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د افغان متحدینو د لېږد د همغږۍ اړوند دفتر هم لغوه شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د افغانانو لپاره د ویزو پر صادرولو محدودیتونه ولګېدل. د وزارت په رسمي معلوماتو کې د ځانګړو ویزو ځینې استثناوې هم یادې شوې وې، خو د افغانانو لپاره پخوانی عمومي استثنايي حالت نور د پخوا په څېر نه دی پاتې شوی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ مالي کال د دویمې ربعې په راپور کې ښودل شوي چې د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱مې پورې یوازې درې ځانګړې ویزې صادرې شوې وې؛ یوه اصلي غوښتونکي او دوه د کورنۍ غړو ته.
له ۱۶۰ زرو ډېر افغان همکاران امریکا ته تللي
د افغانانو لپاره د ځانګړو کډوالۍ ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال کې رامنځته شو، څو هغو افغانانو ته د امریکا د کډوالۍ لاره برابره کړي چې له امریکايي حکومت، پوځ او اړوندو ادارو سره یې کار کړی او د خپلو همکاریو له امله له امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي.
د سناتورانو د راپور له مخې، د دې پروګرام له لارې تر اوسه له ۱۶۰ زرو ډېر افغان همکاران او د هغوی د کورنۍ غړي متحده ایالاتو ته تللي دي. راپور همداراز وايي چې غوښتونکي د هویت، کاري سابقې او امنیت په اړه له څو پړاوونو ارزونو تېرېږي.
د ځانګړو ویزو د بهیر د درولو موضوع وروسته له هغې لا ډېره جنجالي شوه چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو ډزې وشوې او د پېښې شک پر افغان و. د امریکا ځینو چارواکو له هغې وروسته د کډوالۍ او امنیتي ارزونو د پالیسیو د سختولو ملاتړ وکړ.
خو دیموکرات سناتوران وايي، د افغان همکارانو د ویزو د بهیر درول هغه کسان له ناڅرګند برخلیک سره مخ کوي چې د امریکا له حکومت سره یې کار کړی او اوس د خوندیتوب لپاره د همدې پروګرام په تمه دي.