لټون

IOM: په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۰ زرو ډېر ماشومان بې له سرپرست اروپا ته رسېدلي

16 تله 1405 - 12:33 103 views
IOM: په ۲۰۲۵ کال کې له ۲۰ زرو ډېر ماشومان بې له سرپرست اروپا ته رسېدلي
ABC News

دغه سازمان خبرداری ورکوي چې د انسانانو قاچاق وړونکي له یوازې سفر کوونکو ماشومانو ناوړه ګټه اخلي او هغوی د تاوتریخوالي، استثمار او ځورونې له خطر سره مخ کوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مشرې، ایمي پوپ، د اکتوبر په ۷مه په ژنیو کې د دغو شمېرو د اعلان پر مهال له اروپايي هېوادونو او د کډوالۍ د لارو په اوږدو کې له پرتو هېوادونو وغوښتل چې د ماشومانو د خوندیتوب او د قاچاقي شبکو پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.

هغې ویلي، ماشومان له مور، پلار یا سرپرست پرته په سختو او خطرناکو لارو سفر کوي او کله چې د خوندي تګ راتګ لارې محدودې وي، اړ کېږي چې د قاچاق وړونکو مرسته وغواړي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د بلغاریا، قبرس، یونان، ایټالیا، مالټا او هسپانیې له لارې اروپا ته د ماشومانو د رسېدو شمېر د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۵ سلنه کم شوی، خو له سرپرست پرته د راغلو ماشومانو ونډه له ۵۱ څخه ۶۷ سلنې ته لوړه شوې ده.

په ایټالیا او هسپانیه کې وضعیت لا د اندېښنې وړ بلل شوی، ځکه د دغو هېوادونو له لارې اروپا ته د رسېدلو ماشومانو ۸۶ سلنه یې یوازې سفر کړی و.

ایټالیا د ماشومانو د راتګ د شمېر له پلوه د نورو هېوادونو له عمومي بهیر سره توپیر درلود. دغه هېواد ته د ماشومانو د رسېدو شمېر ۱۲ سلنه لوړ شوی او نږدې ۱۴ زره او ۱۰۰ ته رسېدلی دی. ډېری دغه ماشومان د مصر، اریتریا، سومالیا، بنګله‌دېش او ایتوپیا اوسېدونکي وو. 

د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی او ناوړه ګټه اخیستنه

د کډوالۍ نړیوال سازمان د مدیترانې، لوېدیځې افریقا او لوېدیځ بالکان د کډوالۍ پر لارو له ۱۵ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو څه باندې ۴ زره او ۶۰۰ ځوانانو سره مرکې کړې دي.

د راپور له مخې، نږدې نیمايي هغو کسانو چې د خپلو تجربو په اړه یې معلومات ورکړي، ویلي چې له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي. همدارنګه، د مرکزي مدیترانې پر لاره ۲۸ سلنه ځوانانو ویلي چې د خپلې خوښې خلاف ساتل شوي او ۱۷ سلنه نورو ویلي چې په زور کار کولو ته اړ شوي دي. لیبیا هغه هېواد و چې تر ټولو ډېرو کسانو پکې د ناوړه چلند او ځورونې یادونه کړې ده.

راپور زیاتوي چې په اروپا کې د ماشومانو لپاره د خوندي بیا مېشتېدنې او نورو بدیلو لارو امکانات هم محدود شوي دي.

په ۲۰۲۵ کال کې اروپا ته د کډوالو د بیا مېشتېدنې په بهیر کې ۶ زره او ۸۰۰ کسان شامل وو، چې ۳ زره او ۴۰۰ یې ماشومان وو. دا شمېر په ۲۰۲۴ کال کې د ۸ زره او ۹۰۰ ماشومانو په پرتله د پام وړ کمښت ښيي.

په همدې کال کې په ټوله اروپا کې ۲۱۴ زره او ۶۰۰ ماشومانو د نړیوال خوندیتوب غوښتنه کړې وه. د دغو غوښتونکو ۷۹ سلنه لومړی ځل د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي وو.

د ماشومانو د پناه غوښتنې ډېری غوښتنلیکونه په جرمني، فرانسې، هسپانیې او یونان کې ثبت شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د ماشومانو غوره ګټې په پام کې ونیسي، هغوی ته حقوقي استازیتوب او اړین خدمات برابر کړي او ماشومان دې د کډوالۍ د وضعیت له امله نه بندیانوي.





Advertisement Space Available Contact us for advertising