د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د فعالو وسلهوالو ډلو پر وړاندې د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ له ګوترېش سره په لیدنه کې د افغانستان د سولې او ثبات پر اهمیت هم ټینګار وکړ. دا لیدنه پاکستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د درې ورځني سفر په ترڅ کې ترسره شوه.
ګوترېش د خپل سفر پر مهال د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري، لومړي وزیر شهباز شریف، د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره هم لیدلي دي.
د افغانستان وضعیت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ګوترېش د سفر له مهمو موضوعاتو څخه وو. د پاکستان پوځ ویلي چې ګوترېش او عاصم منیر د سیمې د امنیت، ثبات او له افغانستان څخه د راټوکېدلې ترهګرۍ په اړه خبرې کړې دي.
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې فعالیت وکړي. طالبان دغه ادعا ردوي او وايي چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ ستونزې باید د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
په وروستیو اوونیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې لا هم ترینګلې شوې دي. پاکستان د اکټوبر په لومړۍ نېټه په کونړ او هلمند کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د وسلهوالو ډلو مرکزونه یې په نښه کړي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي دي. طالبانو دغه بریدونه غندلي دي.
ګوترېش به د پاکستان د سفر پر مهال د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکو له دفتر او د طبیعي پېښو د مدیریت له ملي ادارې څخه هم لیدنه وکړي. نوموړي تر دې مخکې په ۲۰۲۲ کال کې په پاکستان کې د پراخو سېلابونو له رامنځته کېدو وروسته دغه هېواد ته سفر کړی و.