لټون

فرانسې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو لپاره خبرې پیل کړي

15 تله 1405 - 19:45 658 views
فرانسې له طالبانو سره د افغانانو د ایستلو لپاره خبرې پیل کړي
  

فرانسه وايي له طالبانو سره یې د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي.

د فرانسې یوې ډیپلوماتیکې سرچینې د اکتوبر پر ۷مه AFP ته ویلي، دا خبرې د هغو افغان وګړو د مستقیمې ایستنې د اسانتیا لپاره دي چې په فرانسه کې غیرقانوني یا بې‌اسناده اوسېږي او د عامه نظم لپاره ګواښ بلل کېږي. 

د سرچینې په وینا، فرانسه غواړي د نورو اروپايي هېوادونو په څېر له طالبانو سره د دې موضوع لپاره تخنیکي همغږي رامنځته کړي. د فرانسې حکومت وايي، د دې اقدام هدف د فرانسوي وګړو امنیت دی او د ایستلو بهیر به د نړیوالو ژمنو او د بشري حقونو د اصولو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي. 

فرانسه له طالبانو سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې په کابل کې خپله سفارت تړلې ده. د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل لا هم له یو شمېر شرایطو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو له درناوي، سره تړلي دي. 

د فرانسې حکومت ټینګار کړی چې له طالبانو سره دا تخنیکي خبرې د هغوی د حکومت د رسمي پېژندنې معنا نه لري، بلکې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو د عملي لارې د موندلو لپاره دي چې د فرانسې له نظره د ایستلو شرایط پوره کوي. 


Advertisement Space Available Contact us for advertising