لټون

په جنسي تیري پاکستانی مجرم له ضمانت وروسته خپل هیواد ته تښتېدلی

15 تله 1405 - 18:36 720 views
په جنسي تیري پاکستانی مجرم له ضمانت وروسته خپل هیواد ته تښتېدلی
Photo: Daily Mail .په جنسي تیري پاکستانی مجرم له ضمانت وروسته خپل هیواد ته تښتېدلی
درې هغه ښځې چې د بریتانیا په شفیلډ ښار کې د جنسي تېري د مجرم امار الیاس قرباني شوې دي، وايي له دې امله د «خیانت» او ناهیلۍ احساس کوي چې نوموړی په ضمانت خوشې کېدو وروسته پاکستان ته وتښتېد.
۴۱ کلن الیاس د پنځو نجونو پر وړاندې د جنسي تېري او نورو جنسي جرمونو په ګډون په ۲۰ جرمونو محکوم شوی او د ۲۰۲۶ کال په جون کې د هغه په غیاب کې په لږ تر لږه ۲۷ کاله بند محکوم شو. هغه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې، په داسې حال کې چې په ضمانت و، پاکستان ته تللی او د محکمې له امر سره سره د همدې کال په سپټمبر کې د خپلې محاکمې لپاره بریتانیا ته بېرته نه دی ستون شوی.
د هغه یوې قرباني، چې د ۱۳ کلنۍ پر مهال پرې جنسي تېری شوی و، ویلي چې هغې ته د الیاس د پاسپورټ ساتلو اجازه ورکول، په داسې حال کې چې هغه خپله له کوره د وتلو وېره لرله، «ډېر دردونکی» و.

هغې ویلي: «هغه د خپلو کړنو مسوولیت و نه مانه او هېڅ سزا یې ونه لیدله. موږ ته ویل شوي وو چې د بشري حقونو له امله یې پاسپورټ ساتلی، خو هغه له نورو خلکو سره انساني چلند نه کاوه.»


د بریتانیا د ملي جرمونو ادارې ویلي چې د الیاس د موندلو او محکمې ته د راوستلو لپاره هڅې روانې دي. د حکومت په وینا، د ضمانت شرایط د خپلواکو قضایي ادارو له صلاحیتونو څخه دي.

د محکمې د معلوماتو له مخې، الیاس د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ پر هغو نجونو جنسي تېری او ناوړه چلند کړی چې ځینې یې یوازې ۱۲ کلنې وې. هغه د «کیلر» په نوم هم پېژندل کېده او د قربانیانو د وېرولو لپاره یې له تاوتریخوالي، ګواښونو او وسلې څخه کار اخیسته.

د الیاس دوه وروڼه، کمار او کمران الیاس هم د همدې قضیې په تړاو محکوم شوي دي. کمار په ۱۰ او کمران په درې کاله بند محکوم شوي، چې په دې توګه د درې واړو وروڼو د بند سزا ۴۰ کلونو ته رسېږي. دا قضیه د NCA د Operation Stovewood په نوم د پراخو تحقیقاتو برخه وه چې په سویلي یارکشایر کې د ماشومانو د جنسي ځورونې تاریخي قضیې څېړي.

د محکمې قاضي د الیاس تېښته د عدالت څخه د تېښتې هڅه بللې او له چارواکو یې غوښتي چې د هغه د بېرته راوستلو لپاره «ټولې ممکنې لارې» وکاروي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising