د بریتانیا د ملي جرمونو ادارې (NCA) او سرحدي ځواکونو ۲۵ لویې بادي کښتۍ نیولي چې د چارواکو په وینا، د مانش کانال له لارې بریتانیا ته د کډوالو د قاچاق لپاره د شبکو په لاس ورغلي.
چارواکي وايي، دغه کښتۍ د ترکیې او هالنډ ترمنځ په یوه هوايي بار وړونکي محموله کې د اکتوبر په دویمه نېټه د East Midlands Airport له لارې تېرېدلې. د NCA او د کورنیو چارو وزارت د استخباراتي ډلې له معلوماتو وروسته، محموله په هوايي ډګر کې ودرول شوه او کښتۍ ضبط شوې.
هره کښتۍ شاوخوا ۹ متره اوږدوالی لري او د چارواکو په اټکل، که قاچاقبرانو ته رسېدلې وای، هره یوه یې د شاوخوا ۶۸ تر ۷۰ کسانو د لېږد لپاره کارېدلی شوای. په دې توګه، ټولې ۲۵ کښتۍ د نږدې ۱۷۰۰ کسانو د انتقال ظرفیت درلود.
NCA وايي، دا په ۲۰۲۶ کال کې په بریتانیا کې د وړو کښتیو د لویې محمولې دویمه ضبطېدنه ده، خو لومړی ځل دی چې ورته محموله د هوايي بار وړلو له لارې کشف او ودرول شوه. تر دې مخکې په جولای کې د فېلکسسټو بندر کې ۲۵ کښتۍ او ۲۵ انجنونه په یوه سمندري محموله کې نیول شوي وو چې جرمني ته روانه وه.
د NCA د معلوماتو له مخې، د دغې ادارې او نړیوالو شریکانو د عملیاتو په پایله کې تر اوسه له ۱۶۰۰ ډېرې کښتۍ او انجنونه ضبط شوي دي. اداره وايي، د دې ډول تجهیزاتو د اکمالاتي لړۍ ګډوډول د قاچاقبرانو لپاره د کښتیو برابرول ستونزمنوي او د هغوی پر عایداتو اغېز کوي.
NCA وايي، د منظم کډوالۍ د جرمونو په تړاو شاوخوا تحقیقات هم روان دي. د ادارې د تېرې میاشتې ارزونې له مخې، د کښتیو او انجنونو د برابرولو محدودیتونه د مانش کانال له لارې د خلکو د قاچاق پر شبکو اغېز کوونکي عوامل دي.
د بریتانیا حکومت هم ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د کوچنیو کښتیو له لارې د غیرقانوني سفرونو د کمېدو په لړ کې د قانون پلي کوونکو فعالیت مهم رول درلود.
د بریتانیا حکومت هم ویلي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د کوچنیو کښتیو له لارې د غیرقانوني سفرونو د کمېدو په لړ کې د قانون پلي کوونکو فعالیت مهم رول درلود.