لټون

اوچا: افغانستان کې د ناچاوده توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي

15 تله 1405 - 13:53 65 views
اوچا: افغانستان کې د ناچاوده توکو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان دي
اوچا وایي په افغانستان کې ناچاوده توکي او نور چاودېدونکي مهمات لا هم د خلکو لپاره ورځنی ګواښ بلل کېږي. د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست پورې د ثبت شویو مرګ‌ژوبلو ۷۸ سلنه قربانیان ماشومان وو.Photo: VOA

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په ۲۰۲۶ کال پلان کې د چاودېدونکو توکو د ګواښ د کمولو لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا اټکل شوې؛ خو تر اوسه یوازې ۴.۳ میلیونه ډالر تمویل شوي دي. له همدې امله د اړتیا وړ بودجې په پرتله ۱۰.۲ میلیونه ډالره کسر پاتې دی.

د تمویل دغه کمښت د ناچاوده مهماتو د پېژندنې او پاکولو، د خلکو د پوهاوي او د احتمالي قربانیانو د خوندیتوب او ملاتړ پروګرامونو پر دوام فشار زیاتوي.

د ملګرو ملتونو په پخوانیو راپورونو کې هم ټینګار شوی چې ماینونه او چاودېدونکي پاتې شوني  د زده‌کړو، معیشت او د خلکو د خوندي تګ راتګ پر وړاندې  خنډ جوړوي. 

OCHA له نړیوالې ټولنې څخه د بشري مرستو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لا زیاتو مالي مرستو غوښتنه کوي، څو په افغانستان کې د چاودېدونکو توکو له امله د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي هڅې دوام ومومي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising