لټون

ممبۍ هوايي ډګر کې افغان په جعلي هندي پاسپورټ نیول شوی

14 تله 1405 - 15:09 73 views
ممبۍ هوايي ډګر کې افغان په جعلي هندي پاسپورټ نیول شوی
د هند په ممبۍ هوايي ډګر کې د افغانستان، بنګله‌دېش او نیپال درې اتباع د جعلي اسنادو له لارې د هندي پاسپورټونو ترلاسه کولو په تور نیول شوي دي

د هند د ممبۍ ښار په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان، بنګله‌دېش او نیپال درې اتباع د جعلي اسنادو او ناسم معلوماتو له لارې د هندي پاسپورټونو ترلاسه کولو په تور نیول شوي دي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې دغه درې کسان د اکتوبر په ۳مه او ۴مه د «چاتراپتي شیواجي مهاراج» نړیوال هوايي ډګر کې د کډوالۍ د چارواکو له لوري نیول شوي او وروسته پولیسو ته سپارل شوي دي. پولیس وايي، د دوی هندي پاسپورټونه د ممبۍ او کلکته له پاسپورټ دفترونو څخه د دلالانو په مرسته ترلاسه شوي وو او د دغې شبکې په اړه څېړنې روانې دي.

د نیول شویو کسانو له ډلې افغان تبعه تازه خان زورمتي د اکتوبر په ۴مه هغه مهال ودرول شو چې غوښتل یې د «انډیګو» هوايي شرکت په الوتکه کې دوبۍ ته سفر وکړي. نوموړي د «ابراهیم خان» په نوم هندي پاسپورټ کاراوه. چارواکي هغه مهال پرې شکمن شول چې په پاسپورټ کې یې د افغانستان د ویزې سټیکرونه ولیدل. د بایومټریک څېړنې پر مهال د تازه خان زرمتي او «تازه خان» په نوم دوه افغان پاسپورټونه هم وموندل شول.

د پولیسو په وینا، زرمتي لومړی په ۲۰۱۶ کال کې د درملنې لپاره هند ته تللی و او په ۲۰۱۷ کال کې یې بیا د طبي درملنې په موخه هند ته سفر کړی و. د ویزې له ختمېدو وروسته په هند کې پاتې شوی او وروسته یې د هند د هویت اسناد، لکه ادهار، پان او د رایې ورکولو کارت ترلاسه کړي دي. پولیس ادعا کوي چې نوموړي د همدې اسنادو او ناسم معلوماتو په کارولو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د «ابراهیم خان» په نوم هندي پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.

د نیول شویو نورو کسانو له ډلې ۴۸ کلن بنګله‌دېشی روبېندرا منډال غوښتل ابوظبي ته ولاړ شي او له هغه ځایه پاریس ته سفر وکړي. ۴۰ کلن نیپالی دیپک ګیري هم له کټمنډو څخه ممبۍ ته تر رسېدو وروسته د کډوالۍ د چارواکو له لوري ودرول شو. د هند پولیس ادعا کوي چې دواړو کسانو هم د ناسمو معلوماتو په کارولو هندي پاسپورټونه ترلاسه کړي وو.

دا نیونې په ممبۍ کې د جعلي پاسپورټونو د ترلاسه کولو د یوې پراخې څېړنې په لړ کې ترسره شوې دي. د پولیسو په وینا، د ۲۰۲۵ کال له مارچ څخه د ۲۰۲۶ کال تر فبرورۍ پورې شاوخوا ۲۰ دلالان هم د بهرنیو او هندي اتباعو سره د جعلي اسنادو له لارې د پاسپورټونو په ترلاسه کولو کې د مرستې په تور نیول شوي دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising