لټون

د ۱۸۰ سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د ایران پلاوی کابل ته تللی

14 تله 1405 - 11:36 85 views
د ۱۸۰ سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د ایران پلاوی کابل ته تللی
د ایران شاوخوا ۱۸۰ سوداګر، پانګه‌وال او اقتصادي فعالان کابل ته تللي چې له افغان سوداګرو سره د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

د ایران شاوخوا ۱۸۰ سوداګرو، پانګه‌والو او اقتصادي فعالانو په ګډون یو سوداګریز پلاوی کابل ته تللی، چې د افغانستان په بازار کې د سوداګرۍ او پانګونې فرصتونه وڅېړي.

د افغانستان او ایران ګډې سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، دغه پلاوی د محمود سیادت په مشرۍ کابل ته تللی او ټاکل شوې د امام ابوحنیفه (رح) ملي او نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.

د پلاوي غړي به د خپل سفر پر مهال له افغان سوداګرو او اقتصادي فعالانو سره هم وګوري او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، ګډې پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتولو خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅې زیاتې شوې دي. د دواړو هېوادونو چارواکو او سوداګریزو بنسټونو په وروستیو ناستو کې د سوداګرۍ کچې د لوړولو، د چابهار بندر له لارې د همکاریو پراختیا او د خصوصي سکټور د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

ایراني چارواکو مخکې ویلي چې تهران او کابل غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر ۱۰ میلیارد ډالرو ورسوي؛ اوسنی حجم یې نږدې ۴ میلیارد ډالر ښودل شوی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising