لټون

د افغان پناه‌غوښتونکي د اخراج پرېکړه د بریتانیا کورنیو چارو وزیر ته پاتې شوه

14 تله 1405 - 08:30 112 views
د افغان پناه‌غوښتونکي د اخراج پرېکړه د بریتانیا کورنیو چارو وزیر ته پاتې شوه
د بریتانیا یوې محکمې ۲۸ کلن افغان داوود صافي ته د یو کس د وژلو او دوو نورو د ټپي کولو په قضیه کې د نامحدودې رواني درملنې حکم کړی او د هغه د اخراج سپارښتنه یې کړې


د بریتانیا یوې محکمې ۲۸ کلن افغان داوود صافي ته، چې تېر کال یې د چاقو په برید کې یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي، د نامحدودې مودې لپاره په یوه خوندي رواني روغتون کې د ساتلو حکم کړی دی.

د بریتانیا د پولیسو په وینا، صافي د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۲۷مه په اکسبرېج سیمه کې لومړی پر خپل کور خاوند برید وکړ او وروسته یې ۴۹ کلن وین براډهرسټ، چې له خپل سپي سره روان و، په چاقو وواهه او ویې واژه. په دغه پېښه کې یو ۱۴ کلن هلک هم ټپي شوی و.

صافي د براډهرسټ د وژنې په تړاو د «مسوولیت د کمښت» پر بنسټ د غیرعمدي وژنې جرم منلی و. محکمې ته ویل شوي چې د پېښې پر مهال نوموړی له رواني ستونزو، وهمونو او د واقعیت له درک سره له جدي ستونزو سره مخ و. څلورو رواني متخصصانو هم ویلي چې رواني ناروغۍ یې د پېښې پر مهال د منطقي پرېکړې او ځان کنټرول وړتیا په پام وړ ډول اغېزمنه کړې وه.

محکمې صافي ته د نامحدودې مودې لپاره په یوه خوندي رواني روغتون کې د درملنې او ساتنې امر کړی دی. قاضي همداراز سپارښتنه کړې چې نوموړی دې له بریتانیا وایستل شي؛ خو د هغه د اخراج وروستۍ پرېکړه به د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر کوي.

صافي په ۲۰۲۰ کال کې بریتانیا ته داخل شوی و او وروسته یې د پناه غوښتنه کړې وه. د قضیې په تړاو نوموړی د خپل کور خاوند د وژنې د هڅې په جرم هم مجرم پېژندل شوی دی.



Advertisement Space Available Contact us for advertising