لټون

متقي د مسکو فورم کې: د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي

13 تله 1405 - 15:49 66 views
متقي د مسکو فورم کې: د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي
امیرخان متقي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې باید د خبرو او دیپلوماسۍ له لارې حل شي او اختلافات باید د متقابلو تورونو پر ډګر بدل نه شي.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ موجودې ستونزې باید د خبرو، دیپلوماسۍ او متقابل تفاهم له لارې حل شي.

متقي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فورم د اتمې غونډې پر مهال کړې دي. په دې غونډه کې د افغانستان ترڅنګ د سیمې د یو شمېر هېوادونو استازو هم ګډون کړی او د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت خبرې روانې دي.

نوموړي وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزې د خبرو او دیپلوماتیکو لارو د حل وړ دي. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان نه غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات د متقابلو تورونو او تبلیغاتو پر ډګر بدل شي، بلکې هدف یې د ستونزو لپاره د حل لارې موندل دي.

متقي همداراز پر پاکستان نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد د بشري موضوعاتو، سیمه‌ییزو اقتصادي مسیرونو، کډوالو او د زده‌کړو لپاره پاکستان ته تللو افغان محصلینو په ګډون ځینې موضوعات د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

متقي  په داسې حال کې د خبرو او دیپلوماسۍ پر لارې ټینګار کوي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې له امنیتي او سیاسي اختلافاتو سره مخ شوې دي. د مسکو د فورم په روانه غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې، سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي همکاری او له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو تعامل د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د مسکو فورم د اتمې غونډې ګډونوال د افغانستان د وضعیت ترڅنګ د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ، امنیت، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې او د افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په اړه هم خبرې کوي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising