د ترکیې د پولیسو د معلوماتو له مخې، د مهاجرت ضد پولیسو د توقات ـ نیکسر پر لویه لار درې موټرې درولي او د پلټنې پر مهال یې په دغو موټرو کې نهه افغانان موندلي دي. پولیس وايي، نیول شوي افغانان په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي وو او د ایستلو د قانوني پروسې لپاره د کډوالو د بېرته ستنولو یوه مرکز ته سپارل شوي دي.
په همدې عملیاتو کې څلور کسان، چې عمرونه یې له ۲۱ تر ۲۹ کلونو ښودل شوي، د کډوالو د قاچاق په شک نیول شوي او وروسته د محکمې په پرېکړه زنداني شوي دي. د دوی پر وړاندې قضایي بهیر لا دوام لري.
ترکیه له ایران سره د خپلې پولې له لارې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره په وروستیو کلونو کې امنیتي اقدامات زیات کړي دي. افغانان هم د هغو بهرنیو اتباعو له ډلې دي چې په ترکیه کې د ناقانونه کډوالۍ په عملیاتو کې په لوړه کچه نیول کېږي. د ۲۰۲۶ کال د لومړیو اتو میاشتو په اړه خپرو شویو معلوماتو کې د نیول شوو افغانانو شمېر له ۲۵ زرو ډېر ښودل شوی دی.