لټون

غزه کې پر استوګنیز اپارتمان برید؛ پنځه کسان وژل شوي

11 تله 1405 - 08:28 39 views
غزه کې پر استوګنیز اپارتمان برید؛ پنځه کسان وژل شوي
.د غزې ښار په رمال سیمه کې د یوه استوګنیز اپارتمان پر ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

الجزیرې راپور ورکړی چې د غزې ښار په لوېدیځ کې د رمال په سیمه کې د یوه استوګنیز اپارتمان پر ودانۍ د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او شپږ نور سخت ټپیان دي.

د راپور له مخې، برید د شنبې په ورځ ترسره شوی او د سیمې اوسېدونکو ته تر برید مخکې د سیمې د پرېښودو کوم خبرداری نه و ورکړل شوی.

د غزې روغتیايي سرچینې وايي، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او ښايي د وژل شویو شمېر نور هم لوړ شي. په ورته مهال، په غزه کې د اوربند له اعلان سره سره د اسرائیلي بریدونو د دوام راپورونه ورکړل شوي دي. 


Advertisement Space Available Contact us for advertising