دوشچیک دا څرګندونې د اروپايي اتحادیې د کورنیو چارو شورا له غونډې مخکې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال کړې دي. هغه ویلي، په اروپا کې د مهاجرت په اړه د پالیسیو په جوړولو کې د پولنډ دریځ او تجربې ته پام مخ په زیاتېدو دی.
پولنډ په وروستیو کلونو کې د ناقانونه مهاجرت د مخنیوي، د خپلو ختیځو پولو د کنټرول او د پناه غوښتنې د پروسې د سختولو په برخه کې یو شمېر اقدامات کړي دي. د دغه هېواد حکومت په ځانګړي ډول د بلاروس له لارې د پولنډ خاورې ته د ناقانونه ننوتلو د هڅو پر وړاندې د پولې امنیتي کنټرولونه زیات کړي دي.
دوشچیک په داسې مهال د اروپا د تګلارې د بدلون خبره کوي چې د اروپايي اتحادیې غړي هېوادونه د ناقانونه مهاجرت، د پناه غوښتونکو د وېش، د سرحدونو د کنټرول او د هغو کسانو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي ګډو اروپايي مقرراتو ته د عملي کولو لپاره کار کوي.
د اروپايي اتحادیې نوی د مهاجرت او پناه غوښتنې تړون هم د همدې لپاره جوړ شوی چې د پناه غوښتنې او مهاجرت د مدیریت لپاره د غړو هېوادونو ترمنځ ګډ اصول رامنځته کړي.
پولنډ په عین حال کې ټینګار کوي چې د خپلې خاورې او پولو امنیت باید د مهاجرت د سیاست مهمه برخه وي. د دغه هېواد چارواکو په تېرو میاشتو کې د بلاروس له پولې سره د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره د سرحدي محدودیتونو او امنیتي اقداماتو ملاتړ کړی دی.
د پولنډ د تګلارې په اړه د اروپايي هېوادونو ترمنځ نظرونه یو شان نه دي. ځینې حکومتونه د ناقانونه مهاجرت د کمولو لپاره د پولو د سخت کنټرول او د بېرته ستنولو د بهیر د چټکتیا ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د کډوالو د حقونو ډلې د پناه غوښتنې حق او د نړیوالو قوانینو د رعایت پر اړتیا ټینګار کوي.
دوشچیک ویلي چې د اروپا په کچه د مهاجرت په اړه د بحثونو مسیر بدل شوی او هغه څه چې پخوا یوازې د پولنډ دریځ بلل کېدل، اوس د اروپايي هېوادونو په ګډو بحثونو کې هم زیات مطرح کېږي.