د یونیسف د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او هغه ماشومان چې د روغتیايي مرکزونو له لارې تشخیص شي، د درملنې ترڅنګ ځانګړي غذایي مواد ترلاسه کوي چې د هغوی د روغتیا په بېرته ښه کېدو کې مرسته کوي.
یونیسف مخکې ویلي وو چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ کېدای شي. له دې ډلې نږدې یو میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي چې د ژوند لپاره جدي خطر بلل کېږي.
د کم عمره ماشومانو وضعیت تر ټولو اندېښمنوونکی دی
یونیسف وايي، د خوارځواکۍ بحران په ځانګړي ډول پر کم عمره ماشومانو دروند اغېز لري. د دې ادارې د اګست د معلوماتو له مخې، د شدیدې خوارځواکۍ شاوخوا ۸۳ سلنه پېښې په دوو کلونو یا تر هغه کم عمره ماشومانو کې ثبت شوې دي.
همداراز، د شدیدې خوارځواکۍ له طبي عوارضو سره په روغتونونو کې بستر شوي ماشومانو شمېر د ۲۰۲۵ کال د جولای له شاوخوا ۶ زرو څخه د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې ۸ زرو ته لوړ شوی دی.
یونیسف وايي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۶.۸ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ لپاره معاینه کړي او له ۳۶۳ زرو ډېر ماشومان یې د شدیدې او د لوړ خطر لرونکې منځنۍ خوارځواکۍ لپاره تر درملنې لاندې نیولي دي.
د جولای په میاشت کې یوازې ۱.۱ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي او ۱۰۴،۶۰۲ ماشومان د درملنې پروګرامونو ته شامل شوي دي.
د خوړو کمښت او بېوزلي د بحران مهم عوامل دي
د ماشومانو د خوارځواکۍ د زیاتېدو تر شا یوازې د خوړو کمښت نه دی؛ بلکې بېوزلي، ناروغۍ، د پاکو اوبو او حفظالصحې کمزوری لاسرسی، وچکالي او سېلابونه، د کورنیو د پېرلو د توان کمېدل او د بشري مرستو د بودجې کمښت هم مهم عوامل بلل کېږي.
یونیسف وايي، په افغانستان کې د کورنیو د خوړو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی او د کوچنیو ماشومانو د خوړو تنوع په ځانګړي ډول کمه ده. د دې ادارې په یوه ارزونه کې ویل شوي چې ۳.۷ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د غوښتنې له مخې، شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د حادې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي، چې وضعیت یې د میندو او ماشومانو پر روغتیا مستقیم اغېز لري.
د دې ادارې په وینا، د خوارځواکۍ د جدي کېدو تر مخه مداخله کول کولی شي د ماشومانو د ژوند د ژغورلو ترڅنګ د درملنې اړتیا او لګښتونه هم راکم کړي.