لټون

تاجکستان افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د زیاتولو هوکړه کړې

9 تله 1405 - 11:38 71 views
تاجکستان افغانستان ته د برېښنا د صادراتو د زیاتولو هوکړه کړې

د برېښنا شرکت د چهارشنبې په ورځ ویلي، د دوی یوه پلاوي د تاجکستان د دولتي برېښنا شرکت «برقي تاجک» له مشر سره په لیدنه کې افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتولو، د لېږد شبکې د پراختیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ د ښه کولو، تعرفو او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، تاجکستاني لوري د ۵۰۰ کیلوولټه نوې برېښنايي لېږد مزي د جوړولو پلان هم وړاندې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د برېښنا د لېږد ظرفیت لوړ کړي.

د تاجکستان د انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې څه باندې یو میلیارد کیلوواټ‌ساعت برېښنا صادره کړې، چې له دې ډلې ۷۰۲.۷ میلیونه کیلوواټ‌ساعت، یا شاوخوا دوه پر درېیمه برخه، افغانستان ته صادره شوې ده.

دواړو لورو پرېکړه کړې چې تخنیکي او سوداګریزې ډلې به خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د شوې هوکړې د عملي کېدو لپاره به اړین جزییات بشپړ کړي. خو برېښنا شرکت نه دي ویلي چې د صادراتو په زیاتوالي سره به افغانستان ته د برېښنا اندازه څومره لوړه شي.

افغانستان د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره تر ډېره پر وارداتي برېښنا متکي دی او له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه برېښنا اخلي.

د تاجکستان د برېښنا ډېره برخه له اوبو څخه تولیدېږي او د اوبو د شتون له مخې یې د صادراتو ظرفیت د کال په بېلابېلو موسمونو کې بدلېږي.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د برېښنا د لېږد د شبکې پراختیا د «کاسا-۱۰۰۰» له سیمه‌ییزې پروژې سره هم تړاو لري، چې موخه یې له مرکزي اسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د اضافي اوبو برېښنا لېږدول دي. د دې پروژې سوداګریز فعالیت د افغانستان د برخې له بشپړېدو وروسته د ۲۰۲۷ کال په اوړي کې تمه کېږي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising