لټون

ایران: له امریکا مو د هرمز تنګي د پرانیستلو د وړاندیز په اړه ځواب ترلاسه کړی

8 تله 1405 - 16:09 314 views
ایران: له امریکا مو د هرمز تنګي د پرانیستلو د وړاندیز په اړه ځواب ترلاسه کړی

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ځواب د قطر له لارې ترلاسه کړی او د چهارشنبې په ورځ یې د کابینې په غونډه کې ولسمشر مسعود پزشکیان ته هم وړاندې کړی دی. د امریکا د ځواب جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي. 

ایران تېره اوونۍ وړاندیز کړی و چې که امریکا د ایران پر بندرونو محاصره لرې کړي او ځینې نور شرایط ومني، تهران به د اوو ورځو په موده کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او د سمندري تګ راتګ د عادي کېدو لپاره اقدام وکړي. وروسته به د جګړې د پای ته رسولو او د ایران د اټومي پروګرام په اړه پراخې خبرې پیل شي. 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې د ایران دغه وړاندیز رد کړی و، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې تهران تر هغه وخته د واشنګټن رسمي رد نه و ترلاسه کړی. اوس د قطر په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو لېږد بیا روان دی. 

د رویټرز د یوه راپور له مخې، د خبرو په اړه د معلوماتو لرونکي یوه چارواکي ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي هوکړې پر اصلي اقداماتو تر ډېره موافقه شته، خو اختلاف دا دی چې دغه اقدامات باید په کوم ترتیب ترسره شي. قطر هڅه کوي د دواړو خواوو ترمنځ دغه اختلاف حل کړي. 

هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او د جګړې له امله یې د تېلو او ګازو نړیوال انتقال اغېزمن شوی دی. همدا موضوع د تهران او واشنګټن د روانو غیرمستقیمو خبرو له مهمو محورونو څخه ده.

تر اوسه د امریکا د ځواب محتوا او دا چې ایا دواړه لوري به پر یوه نوي موقتي اوربند یا پراخې هوکړې موافق شي، په رسمي ډول نه دي اعلان شوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising