د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د واکمنې ډلې حکومت مذهبي ازادیو ته یو «جدي او ځانګړی ګواښ» بولي.
د وزارت په وینا، په دې وروستیو کې د «خاتمالنبین» مرکز او پوهنتون له تړل کېدو وروسته، د «خاتمالانبیا» او «تبیان» مرکزونه هم تړل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پر «تبیان» مرکز د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال هم د ایران لپاره د جاسوسۍ او د فاطمیون او زینبیون ملیشو د جذبولو تورونه لګېدلي وو.