د فرانسې د فوټبال ملي لوبډلې د دوشنبې په شپه بلجیم ته ۱-۰ ماتې ورکړه. د لوبې یوازینی او ګټونکی ګول مایکل اولیز د لوبې په ۸۸مه دقیقه کې وواهه.
دا د فرانسې دویمه پرلهپسې بریا وه، وروسته له هغې چې څو ورځې وړاندې یې ترکیې ته هم ۱-۰ ماتې ورکړې وه.
سره له دې چې د بریا ګول اولیز وواهه، خو دیزیر دوې د فرانسې تر ټولو اغېزناک لوبغاړی وبلل شو. نوموړی په داسې حال کې د فرانسې د بریدونو اصلي محرک و چې کیلیان امباپه په لوبډله کې نه و او عثمان دیمبلي او مایکل اولیز هم لوبه له احتیاطي بنچ څخه پیل کړې وه.
په دغه لوبه کې د فرانسې لپاره یو شمېر لوبغاړو خپله لومړنۍ لوبه له پیله ترسره کړه، چې پکې استیبان لوپال، جېرېمي ژاک، انډي دیوف او لوکاس دا کونا شامل وو.
فرانسه به د خپلو راتلونکو سیالیو په لړ کې د جمعې په شپه له ایټالیا سره مخامخ شي.