د رویټرز د راپور له مخې، د احتمالي تحقیقاتو په لومړیو هدفونو کې هغه شرکتونه او سوداګریز بنسټونه شامل دي چې د ټرمپ له کورنۍ سره معاملې لري یا د ټرمپ د ملکیتونو او پروژو مالي ملاتړ یې کړی دی.
ډیموکرات قانون جوړونکي په ځانګړي ډول د ټرمپ د زوی، ډونالډ ټرمپ جونیر، د 1789 Capital پانګهاچونې شرکت او د هغه د زوم، جیرډ کوشنر، د Affinity Partners خصوصي پانګهاچونې شرکت فعالیتونو ته پام لري. دوی د ځینو معاملاتو په اړه د احتمالي تضاد د ګټو او د حکومت له قراردادونو او بهرنیو حکومتونو سره د اړیکو پوښتنې مطرح کړې دي.
رویټرز وايي، هغه شرکتونه چې له ټرمپ او د هغه له کورنۍ سره اړیکې لري، د احتمالي تحقیقاتو لپاره له مخکې چمتووالی نیسي. ځینو شرکتونو حقوقي سلاکاران ګمارلي او د خپلو اسنادو او معاملاتو داخلي ارزونه یې پیل کړې ده.
د ټرمپ ادارې بیا د احتمالي تحقیقاتو په اړه د ډیموکراتانو هڅې سیاسي بللې او ویلي یې دي چې دوی د امریکا د خلکو د ژوند د ښه کولو پر ځای د ټرمپ د ادارې د هدف ګرځولو هڅه کوي.
که ډیموکراتان د کانګرس له یوې جرګې څخه کنټرول ترلاسه کړي، دوی به د تحقیقاتو لپاره د احضاریې د صادرولو او د اسنادو او معلوماتو د غوښتلو پراخ صلاحیتونه ولري. د رویټرز په وینا، احتمالي تحقیقات ښايي د ټرمپ د ولسمشرۍ د دویمې دورې په دویمه نیمایي کې د هغه د کورنۍ سوداګریز فعالیتونه د کانګرس د جدي څار لاندې راولي.