لټون

روسیه: لویدیځو هېوادونه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی

7 تله 1405 - 11:27 41 views
روسیه: لویدیځو هېوادونه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی

زاخارووا ویلي، جرمني تر دې دمه د افغان وګړو د بېرته لېږلو لپاره څو الوتنې ترسره کړې دي. هغې زیاته کړې چې په قطر کې د امریکا د پخوانۍ پوځي اډې په یوه کمپ کې د مېشتو له زرو څخه د زیاتو افغانانو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، لویدیځ هېوادونه د افغانانو د بیا مېشتولو له ستونزو وروسته د اسنادو او پناه غوښتنې شرایط سختوي او د هغو افغانانو د ایستلو بهیر هم زیاتوي چې نور د دغو هېوادونو له لوري د منلو وړ نه بلل کېږي.

هغې په ځانګړي ډول د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارواکو او امنیتي ځواکونو د غړو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دوی جبري ستنول ښايي د جدي ستونزو سبب شي.

زاخارووا د اروپايي هېوادونو پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې لویدیځ له یوې خوا پر افغانستان د بشري حقونو د وضعیت له امله نیوکه کوي، خو له بلې خوا افغانان بېرته دغه هېواد ته استوي.

د هغې په وینا، د قطر السیلیه کمپ چې یو شمېر افغانان پکې د امریکا د بیا مېشتولو په تمه دي، د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دی او واشنګټن د دغو کسانو د امریکا پر ځای په ځینو افریقايي هېوادونو کې د بیا مېشتولو په اړه خبرې کوي.

تر اوسه د زاخارووا د دغو څرګندونو په اړه د امریکا، بریتانیا او جرمني له حکومتونو څخه د رسمي غبرګون معلومات نه دي ورکړل شوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising