لټون

جرمني ۴۸۸ افغانان ډیپورټ کوي، ۲۶۷ یې جرم نه لري

6 تله 1405 - 13:58 107 views
جرمني ۴۸۸ افغانان ډیپورټ کوي، ۲۶۷ یې جرم نه لري

دا شمېر د هغو کسانو شاوخوا ۵۵ سلنه جوړوي چې د جولای له ۸مې څخه د سپټمبر تر ۱۸مې پورې د ایستلو لپاره فدرالي پولیسو ته ورپېژندل شوي وو. دغه معلومات د جرمني حکومت د پارلماني پوښتنې په ځواب کې وړاندې کړی دی. 

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، په یاده موده کې د برېمن او مکلنبورګ-فورپومرن ایالتونو پرته، د دغه هېواد ټولو ایالتونو هغه افغان اتباع فدرالي پولیسو ته ورپېژندلي چې د ایستلو لپاره یې اقدامات روان دي.

د حکومت د معلوماتو له مخې، د دغو ۴۸۸ کسانو ترڅنګ اووه نور افغان اتباع هم د ایستلو په موخه په توقیف کې دي، چې د فدرالي پولیسو په غوښتنه نیول شوي دي. یو بل افغان هم د بېرته ستنولو د پروسې د خوندي کولو لپاره په توقیف کې ساتل کېږي.

د جرمني حکومت وايي، د اوسني ائتلافي حکومت له واک ته رسېدو راهیسې شاوخوا ۲۵۰ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي. د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندټ د جولای په پای کې ویلي وو چې افغانستان ته د ستنولو چارې به یوازې پر هغو کسانو محدودې نه وي چې جرمي سابقه لري یا د امنیت لپاره خطر بلل کېږي، بلکې نور هغه کسان هم پکې شاملېدای شي چې د جرمني د قوانینو له مخې د وتلو مکلفیت لري. 

د کډوالو د حقونو سازمان «پرو ازیل» د جرمني د پارلماني معلوماتو پر بنسټ ویلي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه شاوخوا ۱۳ زره افغان اتباع په جرمني کې پر وتلو مکلف وو، چې نږدې ۱۰ زره یې د لنډمهالې پاتې کېدو اجازه یا «دولدونګ» لره.

د جرمني حکومت په افغانستان کې د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، خو د افغان اتباعو د بېرته ستنولو لپاره یې له اړوندو لارو سره د همکاریو بهیر پیل کړی دی. د دې تګلارې پر سر په جرمني کې سیاسي بحثونه هم روان دي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو د ستنولو په اړه چې جرمي سابقه نه لري. 


Advertisement Space Available Contact us for advertising