لټون

د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۵ زرو بهرنیانو تګ‌راتګ ثبت شوی

6 تله 1405 - 12:09 68 views
د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغانستان ته د ۱۵ زرو بهرنیانو تګ‌راتګ ثبت شوی

د دغې ادارې په وینا، له یاد شمېر څخه ۱۰۱ کسان د هوایي سفرونو له لارې او ۸ زره او ۴۳۷ کسان د ځمکنیو لارو له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. په دې ډله کې ۹۳۱ کسان د سېلانیانو په توګه ثبت شوي دي.

اداره وايي، په همدې موده کې ټولټال ۸ زره او ۵۳۸ بهرني وګړي افغانستان ته داخل شوي چې ۳۴۹ ښځې هم پکې شاملې دي. همداراز ۶ زره او ۹۱۱ کسان، چې ۱۹۷ ښځې هم پکې دي، له افغانستان څخه بهر وتلي دي.

د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، د بهرنیو وګړو ډېره برخه د نیمروز له لارې افغانستان ته تللې او یا له دغه هېواده وتلې ده. په نیمروز کې ۵ زره او ۳۴ کسان ثبت شوي دي.

همداراز ۲ زره او ۶۵۹ کسانو د هرات له هوایي او ځمکنیو لارو، ۶۵۲ کسانو د فاریاب د اقینې بندر او ۶۷ کسانو د بدخشان د اشکاشم له لارې تګ‌راتګ کړی دی.

د ادارې په وینا، پاتې بهرني وګړي د حیرتان بندر، د بلخ له هوایي ډګر او د کندهار د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي یا له هېواده وتلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې ادارې د دغو بهرنیو وګړو د تابعیتونو او افغانستان ته د سفر د اصلي موخو په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي ورکړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising