لټون

بریتانیا کې د امریکا هوايي اډې ته څېرمه پنځه کسان نیول شوي

6 تله 1405 - 08:17 59 views
بریتانیا کې د امریکا هوايي اډې ته څېرمه پنځه کسان نیول شوي

د ګلاوسټرشایر پولیسو ویلي، د پوځ متخصصه ډله سیمې ته تللې او څو موټرونه د احتمالي چاودېدونکو توکو د موندلو او شنډولو لپاره څېړي.

پولیسو ډاډ ورکړی چې امنیتي یې ټینګ کړی او د دوی د معلوماتو له مخې پېښه تر کنټرول لاندې ده او تر همدې سیمې محدوده پاتې ده.

«RAF فیرفورډ» د امریکا د هوايي ځواک لپاره مهمه اډه ده او د امریکا د هوايي ځواک د بمبارالوتکو د ساتلو او عملیاتو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

دا پېښه داسې مهال شوې چې ایران د بریتانیا له هغو پوځي اډو څخه د امریکا د احتمالي عملیاتو په تړاو خبرداری ورکړی و چې د امریکايي بمبارالوتکو لپاره کارول کېږي. د ایران د سپاه پاسداران په یوه پخواني بیان کې ویل شوي وو چې هره هغه اډه چې د ایران پر ضد د بریدونو لپاره وکارول شي، د دوی له نظره «مشروع هدف» دی.

تر اوسه بریتانوي چارواکو نه دي ویلي چې د ولفورد وروستۍ پېښه له دغو ګواښونو یا کوم بهرني عامل سره تړاو لري.


Advertisement Space Available Contact us for advertising