د دې پروګرام موخه د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو پیاوړتیا او مالي سرچینو ته د هغوی د لاسرسي زیاتول دي.
د «افغانستان د ښځو د دوامدارو سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ صندوق» له مخې، ښځینه متشبثینو ته به د مالي مرستو ترڅنګ د مالي او ډیجیټلي سواد زدهکړې، مسلکي مشورې، د سوداګرۍ د پلان جوړونې او بازارونو ته د ننوتلو په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې شي.
UNDP وايي، د ښځینه سوداګرو پر کاروبارونو دا پانګونه کولی شي د هغوی د عایداتو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، د دې پروژې له لارې به په غیرمستقیم ډول له ۱۴ زرو څخه ډېر کسان هم ګټه واخلي.