لټون

له جرمني افغانستان ته د ایستلو په نوملړ کې ۵۵ سلنه کسان جرمي سابقه نه لري

4 تله 1405 - 16:34 228 views
له جرمني افغانستان ته د ایستلو په نوملړ کې ۵۵ سلنه کسان جرمي سابقه نه لري

د جرمني د فدرالي حکومت د معلوماتو له مخې، د جولای له ۸مې څخه د سپټمبر تر ۱۸مې پورې د هغو ۲۶۷ افغانانو په اړه چې د فدرالي پولیسو د همکارۍ او اجرایي مرستې غوښتنه ورته شوې، هېڅ یو یې جرمي محکومیت نه لري. دا شمېر د ټولو معرفي شویو کسانو شاوخوا ۵۵ سلنه جوړوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، په دې موده کې د برېمن او مکلنبورګ-فورپومرن پرته، د جرمني ټولو ایالتونو هغه افغان اتباع فدرالي پولیسو ته ورپېژندلي چې افغانستان ته یې د بېرته ستنولو پلان شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د ایالتونو له خوا د معرفي شویو کسانو ترڅنګ، اووه نور افغان اتباع هم د فدرالي پولیسو په غوښتنه د ایستلو په توقیف ځایونو کې ساتل کېږي. یو بل افغان هم د خپل بېرته ستنولو د عملي کېدو د تضمین لپاره په توقیف کې دی.

افغانستان ته د ډله‌ییزو ستنولو لړۍ

له هغه راهیسې چې د منځ‌لارې ښي او منځ‌لارې کیڼ اړخو ګوندونو ائتلافي حکومت په جرمني کې واک ته رسېدلی، ټولټال ۲۵۰ افغان اتباع له جرمني څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ د جولای په پای کې ویلي وو چې افغانستان ته بېرته ستنول به نور یوازې پر مجرمینو او «خطرناکو کسانو» محدود نه وي، بلکې د حکومت د ائتلافي تړون له مخې، هغه نور کسان چې د جرمني پرېښودو مکلفیت لري هم افغانستان ته ستنول کېږي.

د پناه‌غوښتونکو د ملاتړ ادارې «پرو ازول» د جرمني د پارلمان د یوې پوښتنې پر بنسټ ویلي چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه شاوخوا ۱۳ زره افغان اتباع په جرمني کې د دغه هېواد د پرېښودو مکلف وو، چې له ډلې یې نږدې ۱۰ زره کسانو د «ډولدونګ» یا د لنډمهاله پاتې کېدو سند درلود.

د جرمني د شنو او چپ ګوندونو په ګډون یو شمېر منتقدانو پر حکومت نیوکه کړې چې افغانستان ته د اخراج د عملي کولو لپاره امتیازات ورکوي، په داسې حال کې چې جرمني د بشري حقونو د سرغړونو له امله د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د جرمني د چپ ګوندې پارلماني غړې کلارا بونګر ویلي، جرمني داسې کسان افغانستان ته ستنوي چې د هغې په وینا هېڅ جرم یې نه دی کړی، او حکومت یې د بشري حقونو په له پامه غورځولو تورن کړی دی.

بونګر زیاته کړې چې جرمني کلونه له طالبانو سره په پوځي جګړه کې ښکېل و، خو اوس له هغوی سره همکاري کوي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising