لټون

مشاهد حسین: د افغانستان جګړې پاکستان ته د اټومي پروګرام د پراختیا فرصت برابر کړ

4 تله 1405 - 11:16 64 views
مشاهد حسین: د افغانستان جګړې پاکستان ته د اټومي پروګرام د پراختیا فرصت برابر کړ

مشاهد حسین دا څرګندونې په یوه تازه مرکه کې کړې دي. نوموړي وویل، کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې افغانستان ته داخل شو، مسکو داسې انګېرله چې پوځي عملیات به یې لنډمهاله وي؛ خو جګړه اوږده شوه او افغانستان د امریکا او شوروي ترمنځ د سړې جګړې پر یوه مهم ډګر بدل شو.

د پاکستان دغه پخوانی سیاستوال ادعا کوي چې د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا د مرکزي استخباراتو «سي‌آی‌اې» له لوري د پاکستان د استخباراتي ادارې «آی‌اېس‌آی» له لارې شاوخوا ۲.۱ میلیارد ډالر د افغان مجاهدینو د ملاتړ لپاره ولګول شول. د هغه په وینا، سعودي عربستان هم ورته اندازه پیسې برابرې کړې. د ۲۰۲۳ کال په یوه جلا څرګندونه کې هم مشاهد حسین د امریکا د ۲.۱ میلیارد ډالرو او د سعودي عربستان د ورته کچې مرستې یادونه کړې وه. 

حسین وایي، د هغه وخت په روزنیزو پروګرامونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره افغان جنګیالي او ۲۰ زره عرب رضاکاران شامل وو. هغه د اسامه بن لادن او ایمن الظواهري نومونه هم اخیستي دي. 

د مشاهد حسین په وینا، د شوروي ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، یو شمېر هغه وسله‌وال چې په افغانستان کې د جګړې لپاره روزل شوي وو، له نوي وضعیت سره مخ شول او وروسته ځینې یې کشمیر، فلسطین او الجزایر په څېر نورو جګړه‌ییزو سیمو ته لاړل.

د افغانستان جګړه او د پاکستان اټومي پروګرام

مشاهد حسین د خپلې مرکې یوه مهمه برخه د افغانستان جګړې او د پاکستان د اټومي پروګرام ترمنځ اړیکې ته ځانګړې کړې ده. د هغه په باور، افغانستان ته د شوروي اتحاد له ننوتلو وروسته پاکستان د امریکا او لویدیځ لپاره ستراتیژیک اهمیت پیدا کړ او اسلام‌اباد له همدې جغرافیایي او سیاسي موقعیته په استفادې د خپل اټومي پروګرام د پرمختګ لپاره زمینه وموندله.

د پاکستان د اټومي پروګرام بحث تر دې وړاندې هم د افغان جګړې له دورې سره تړل شوی دی. د پاکستان د سنا په اسنادو کې هم مشاهد حسین په تېرو څرګندونو کې د افغان جهاد، د امریکا او سعودي د مالي ملاتړ او د پاکستان د اټومي پروګرام موضوعات په یوه پراخ امنیتي بحث کې یاد کړي دي.

د ۲۰۰۱ کال جګړه او د بُن کنفرانس

مشاهد حسین د ۲۰۰۱ کال د امریکا د پوځي مداخلې په اړه هم وویل چې د طالبانو حکومت له واکه لېرې شو او وروسته په بُن کې د افغانستان د راتلونکي سیاسي جوړښت په اړه پرېکړې وشوې.

هغه استدلال کوي چې د طالبانو له حکومت وروسته د پخواني شاهي نظام د بېرته راوستلو امکان هم مطرح کېدای شوای، خو پر ځای یې جمهوري نظام غوره شو. نوموړي د کمبودیا مثال وړاندې کړ، چې د اوږدې کورنۍ جګړې وروسته هلته شاهي نظام بېرته رامنځته شو، او ادعا یې وکړه چې په افغانستان کې هم ورته سیاسي انتخاب ښایي د ثبات لپاره زمینه برابره کړې وای.

د پاکستان پر اقتصاد د افغان جګړې اغېز

مشاهد حسین وایي، د افغانستان جګړې پاکستان ته په ځینو برخو کې اقتصادي او ستراتیژیکې ګټې لرلې، خو د ده په وینا، د دغې جګړې اغېزې باید یوازې د اقتصادي ګټې او زیان له زاویې ونه ارزول شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان په اړه د تېرو څو لسیزو تجربه ښيي چې یوازې پوځي ځواک د دغه هېواد د اوږدمهاله ستونزو د حل لپاره کافي نه دی. د هغه په باور، د افغانستان د راتلونکي لپاره باید سیاسي او سیمه‌ییزې حل‌لارې هم په پام کې ونیول شي.

د افغانستان د جګړې په اړه د مشاهد حسین تازه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې د شوروي ضد جګړې، د پاکستان د رول، د امریکا او سعودي د مالي ملاتړ او د دغې جګړې د اوږدمهالو پایلو په اړه بحثونه لا هم دوام لري.


Advertisement Space Available Contact us for advertising