یوروپول ویلي، چې د سپټمبر په ۲۲مه په اتریش، ایټالیا، هسپانیې او بریتانیا کې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال د شکمنو کسانو لس کورونه تلاشي شوي او پېژندپاڼې، برېښنايي وسایل، نور اسناد او د پام وړ اندازه نغدې پیسې ترلاسه شوې دي.
د یوروپول په وینا، دغه جرمي شبکې په څو اروپايي هېوادونو کې فعالیت درلود او ادعا کېږي چې کډوال یې د اروپا له اصلي خاورې څخه د هوا له لارې بریتانیا ته قاچاق کول. د دغې شبکې د فعالیتونو یوه مهمه برخه د جعلي اسنادو برابرول وو، چې له لارې یې کډوالو کولای شول د شېنګن سیمې او اړوندو هېوادونو له هوايي ډګرونو څخه په ناقانونه توګه تګ راتګ وکړي.
د څېړنو له مخې، ډېری کډوال لومړی د اصلي پاسپورټونو او په ځینو مواردو کې د اعتبار وړ شېنګن سیاحتي ویزو له لارې اروپايي ټولنې ته داخل شوي وو. وروسته یې خپل اصلي اسناد له منځه وړي او د قاچاقبرې شبکې له لوري ورکړل شوي جعلي اسناد یې کارولي دي.
په شبکه کې افغان او پاکستاني وګړي هم شامل وو
یوروپول وايي، د دې شبکې څو فعالې ډلې په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې پېژندل شوې دي. په ویانا کې یوه ډله، چې د جعلي اسنادو په برابرولو کې یې رول درلود، د افغان او پاکستاني اتباعو له ګډون سره تړاو لري.
د چارواکو په وینا، شکمن کسان د داسې خدماتي شبکې په جوړولو کې هم ښکېل وو چې په عمده توګه یې د ګرځنده ټیلیفونونو دوکانونه لرل او ادعا کېږي چې د جرمي فعالیتونو عواید یې د دغو کاروبارونو له لارې سپینول.
په هسپانیه کې د دغې شبکې یوه بله څانګه د جعلي اسنادو په برابرولو کې فعاله وه. د څېړنو له مخې، دې ډلې له زرو څخه د زیاتو جعلي پېژندپاڼو په وېش کې مرسته کړې وه. دغه اسناد د متحده عربي اماراتو له لارې اروپا، شمالي او جنوبي امریکا او کارابین سیمې ته استول کېدل.
یوروپول اټکل کوي چې د دغې پراخې جرمي شبکې ناقانونه عواید ښايي له ۲ میلیونه یورو څخه زیات وي.
په دې عملیاتو کې د اتریش، بلجیم، فنلنډ، فرانسې، جرمني، یونان، ایسلنډ، ایرلنډ، ایټالیا، هالنډ، ناروې، پرتګال، هسپانیې، سویډن، سویس، بریتانیا او امریکا د قانون پلي کوونکو ادارو ګډون کړی دی.
یوروپول وايي، د معلوماتو شریکول او د اروپايي هېوادونو ترمنځ همغږي د جعلي اسنادو او کډوالو د قاچاق د پراخو شبکو په پېژندلو او له منځه وړلو کې مهم رول لري.