لټون

ټرمپ د عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د ایران پر وضعیت خبرې وکړې

1 تله 1405 - 09:10 99 views
ټرمپ د عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د ایران پر وضعیت خبرې وکړې

په دې ناسته کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د اردن پاچا عبدالله دویم، د سوریې ولسمشر احمد الشرع، د عراق صدراعظم علي فالح الزیدي، د لبنان صدراعظم نواف سلام او د عربي هېوادونو یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی و. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت هم د دغو مشرانو ګډون تایید کړی دی.

د ناستې پر مهال ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ د وروستیو خبرو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل. نوموړي وویل، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او جېرډ کوشنر له ایراني چارواکو سره شاوخوا درې ساعته خبرې کړې دي.

ټرمپ دغه خبرې «ډېرې ښې او ګټورې» بللې او ویلي یې دي چې د ایران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو بهیر کې د پام وړ خوځښت رامنځته شوی دی. هغه زیاته کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د لا نورو خبرو امکان هم شته.

د امریکا د ولسمشر د څرګندونو له مخې، واشنګټن غواړي د ایران د اټومي پروګرام په اړه داسې هوکړې ته ورسېږي چې تهران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کړي. ټرمپ په ورته وخت کې پر ایران فشار هم زیات کړی او ویلي یې دي چې که هوکړه ونه شي، امریکا به د ایران پر وړاندې نور اقدامات هم وکړي.

په ناسته کې د سیمې د امنیت، د جګړې د پراخېدو د مخنیوي، د انرژۍ د لېږد او د ایران او عربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه هم خبرې شوې دي. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ګډونوالو د منځني ختیځ د امنیت او ثبات، د سولې د هڅو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو ستونزو د حل لپاره د ګډو اقداماتو په اړه بحث کړی دی.

د امریکا او ایران ترمنځ درې ساعته ناسته په داسې حال کې شوې چې د هرمز تنګي وضعیت د نړیوالو اندېښنو له مهمو موضوعاتو څخه دی. ایران مخکې ویلي چې که امریکا پوځي او اقتصادي فشارونه کم کړي، د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرو ته چمتو دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising