لټون

مکرون: په غزه کې وضعیت د ټولو لپاره د شرم وړ دی

1 تله 1405 - 08:44 29 views
مکرون: په غزه کې وضعیت د ټولو لپاره د شرم وړ دی

مکرون د سپټمبر په ۲۲مه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې د غزې وضعیت «د ټولو لپاره د شرم وړ ننداره» بللی او ویلي یې دي چې د سولې د ادعاوو سربېره، غزې ته د بشري مرستو د رسولو لارې لا هم په کافي اندازه نه دي پرانیستل شوې. 

هغه وویل چې نړیواله ټولنه باید د غزې د وضعیت پر وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي او ټینګار یې وکړ چې د فلسطینیانو د مشروع حقونو درناوی نه یوازې د هغوی لپاره، بلکې د اسرائیلو او فلسطینیانو د راتلونکي امنیت لپاره هم مهم دی.

مکرون د اشغال شوې لویدیځې غاړې وضعیت ته هم اشاره وکړه او دغلته د مېشتو خلکو د تاوتریخوالي او روانو سرغړونو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي وویل چې د فلسطینیانو د حقونو تر پښو لاندې کول د راتلونکي سیاسي حل او د دواړو لورو د امنیت لپاره ستونزې زیاتوي. 

د فرانسې ولسمشر همداراز وویل چې فرانسه به د نړیوال قانون او د نړیوالې محکمې د پرېکړو ملاتړ ته دوام ورکړي او ټینګار یې وکړ چې په شخړو کې ښکېل ټول اړخونه باید نړیوال قانون رعایت کړي.

مکرون په خپله وینا کې د روسیې او اوکراین جګړې ته هم اشاره وکړه او د جګړې د پای ته رسېدو او د خبرو اترو د پیل لپاره یې د هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې لوړه کچه غونډې د سپټمبر له ۲۲مې تر ۲۸مې پورې په نیویارک کې ترسره کېږي. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران او لوړپوړي چارواکي په دې غونډه کې د نړیوالو شخړو، امنیت، بشري وضعیت او نورو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د همدې غونډې په ترڅ کې وینا کړې ده. 


Advertisement Space Available Contact us for advertising