لټون

:WFP په یمن کې د جګړو بیا پیل د لوږې بحران لا خرابوي

31 وږی 1405 - 07:40 60 views
:WFP په یمن کې د جګړو بیا پیل د لوږې بحران لا خرابوي

د دغه پروګرام سرپرست اجرائیوي مشر کارل سکاو ویلي، په وروستیو جګړو کې شاوخوا ۱۲۵ زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او زرګونه کورنۍ داسې کمپونو ته رسېدلې چې د خوړو او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي.

سکاو ویلي، WFP تر اوسه شاوخوا ۶۰ زره کسانو ته ګرم خواړه او نور خوراکي توکي رسولي او هڅه کوي چې د جګړو د پراخېدو په صورت کې سلګونو زرو نورو کسانو ته هم مرستې برابرې کړي.

د WFP د معلوماتو له مخې، په یمن کې له ۱۸ میلیونو ډېر کسان د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ دي او شاوخوا ۲.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

سکاو وايي، د یمن شاوخوا ۹۰ سلنه خواړه له بهر څخه واردېږي؛ له همدې امله د بندرونو او هوايي ډګرونو د فعالیت ګډوډېدل د دغه هېواد د خوړو پر امنیت مستقیم اغېز کوي.

WFP همداراز د بودجې له کمښت سره مخ دی او وايي چې په یمن کې د بشري مرستو د پراخولو لپاره لا زیاتو مالي سرچینو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارو په وروستي راپور کې هم یمن  هغو هېوادونو په ډله کې شامل بلل شوی چې په ۲۰۲۶ کال کې د لوږې له تر ټولو جدي ګواښونو سره مخ دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising