مجاهد د دوشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي، د پاکستان پوځي مشرتابه د خپلو کورنیو امنیتي ستونزو د پټولو لپاره پر افغانستان بریدونه کړي دي. د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې افغان خاوره او ملکي وګړي په نښه شوي او طالبان به د افغانستان د حاکمیت د تکراري نقض پر وړاندې غبرګون وښيي.
د پاکستان او افغانستان چارواکو ویلي، پاکستاني پوځي الوتکو د دوشنبې سهار پر کونړ، پکتیکا او پکتیا ولایتونو بریدونه کړي دي. پاکستان ادعا کړې چې په دغو عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او جماعت الاحرار اړوند د وسلهوالو پټنځایونه په نښه شوي دي.
خو طالب چارواکو د پاکستان ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې بریدونه پر استوګنیزو سیمو شوي، نه پر وسلهوالو مرکزونو. د طالبانو د سیمهییزو چارواکو په وینا، په وروستیو بریدونو کې په کونړ او پکتیکا کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (UNAMA) تر دې مخکې هم په ختیځ افغانستان کې د پاکستاني هوايي بریدونو له امله ملکي مرګژوبله تایید کړې او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د نړیوال بشردوستانه قانون اصول، په ځانګړي ډول د ملکي او پوځي اهدافو د تفکیک، تناسب او احتیاطي اقداماتو اصول، رعایت کړي.
د کابل او اسلاماباد اړیکې له څو میاشتو راهیسې د سرحدي نښتو، د توپچي بریدونو، هوايي بریدونو او د سرحدونو د تړل کېدو له امله لا ترینګلې شوې دي.