لټون

ایران: د شرطونو تر منل کېدو مخکې هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي

30 وږی 1405 - 10:53 68 views
ایران: د شرطونو تر منل کېدو مخکې هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي

قالیباف ویلي، ایران خپل شرطونه د منځګړو هېوادونو له لارې امریکا ته رسولي او واشنګټن باید خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې چې تهران په یوه وخت کې پوځي اقدامات او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماسي پر مخ وړي.

تر دې مخکې د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضایي ویلي وو چې تهران د خبرو د بیا پیل لپاره امریکا ته اووه شرطونه وړاندې کړي دي.

د رضایي په وینا، په دغو شرطونو کې په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسول، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د سمندري محاصرې پای ته رسول شامل دي.

هغه ټینګار کړی و چې امریکا باید د ایران شرطونه ومني، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې بېرته پیل شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising