د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني د یکشنبې په ورځ د خپل ګوند د ځوانانو په غونډه کې وویل، حکومت به ډېر ژر د کابینې غونډې ته داسې طرحه وړاندې کړي چې له مخې یې په ټولګیو کې د بهرنیو زدهکوونکو لپاره اعظمي شمېر ټاکل کېږي.
هغې وویل، هغه بهرني والدین چې ماشومان یې د ایټالیا په ښوونیز نظام کې د ادغام له جدي ستونزو سره مخ وي، باید ایټالوي ژبه زده کړي. همداراز به په ښوونځیو کې د برقعې او نقاب اغوستل منع شي.
مېلوني وویل، که په یوه ټولګي کې یوازې یو زدهکوونکی ایټالوي نه پوهېږي، د ښوونکو او ټولګیوالو په مرسته کولی شي ژبه ژر زده او له نورو سره یوځای شي؛ خو د هغې په وینا، که د ژبې نه پوهېدونکو زدهکوونکو شمېر ډېر شي، نو دا بیا ادغام نه بلکې د ستونزې له پامه غورځول دي.
هغې د بهرنیو زدهکوونکو لپاره د ټاکل کېدونکي دقیق شمېر په اړه معلومات ورنه کړل.
د ISMU بنسټ د معلوماتو له مخې، د ایټالیا په ښوونځیو کې ۱۱.۶ سلنه زدهکوونکي د ایټالیا تابعیت نه لري.
مېلوني ټینګار وکړ چې زدهکوونکي باید ښوونځي ته په خلاص مخ ولاړ شي او هېڅوک باید د دود یا کلتور په نوم له یوې نجلۍ د خپل مخ د پټولو غوښتنه ونه کړي.